1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قران شريف د سوځولو په سر لانجه

۱۳۸۹ شهریور ۱۹, جمعه

ولسمشر اوباما غواړي چې په دې اونۍ کې د متحده آيالتونو پر اقتصاد باندې تمرکز وکړي، نه په نورو موضوعاتو باندې. خو د امريکې د متحده آيالتونو يو تبعه قصد لري چې د شنبې په ورځ د قران شريف دوو سوو نسخو ته اور ورته کړي.

https://p.dw.com/p/P8pX
تېري جونز هغه کشيش دی چې غواړي قران شريف ته اور ورته کړي
تېري جونز هغه کشيش دی چې غواړي قران شريف ته اور ورته کړيانځور: AP

. سره له دې چې د متحده آيالتونو د حکومت ټولو غړو دغه پلان په سختو ټکو غندلی دی، خو د ولسمشر څرګندونې بيا بل ډول ايسي. له يوې تلويزيوني شبکې سره په مرکه کې اوباما د فلوريدا آيالت له راهب څخه هم غوښتنه لري چې له د قران شريف له سوځولو څخه دې لاس واخلي او هم اخطار ورکوي:

«زه هيله لرم چې هغهُ ته به يو الهي الهام وشي تر څو دی پوه شي چې دا د بربادۍ يو کار دی.»

سربېره پر دې دغه عمل د دين د آزادۍ او زغم له ارزښتونو سره په ټکر کې راځي. اوباما په کلکه د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب د سوځولو له نتيجو څخه اخطار ورکړ. د پاکستان او افغانستان په څېر هېوادونو کې کېدای شي له تشدده ډک احتجاجونه وشي. په پايله کې به امريکايي عسکر د اوباما په وينا په خطر کې واچول شي.

د بېلابېلو هېوادونو مشرانو له اوباما څخه هيله کړې چې د قران شريف د سوځولو مخه دې ونيسي. په دغو مشرانو کې د اندونيزيا د هېواد رييس جمهور هم راځي. په اندونيزيا هغه هېواد دی چې په کې په ټوله نړۍ کې تر ټولو زيات مسلمانان هم اوسيږي. خو اوباما ډېر څه نه شي کولای. د امريکې د اساسي قانون لومړۍ ماده د بيان د آزادۍ او مذهبي چارو په برخه کې خلکو ته ډېره آزادي ورکوي.

«دا يو ډېر خواشينونکی کار دی، خو موږ په يو حقوقي دولت کې اوسېږو او بايد چې قوانين مراعات کړو. څومره چې زه پوهېږم، کېدای شي هغه په عامه محضر کې په اور لګونه تورن شي، خو دا زموږ د قوانينو وروستی حد دی.»

لاري رايمر، چې د فلوريدا په ګاينسويل ښار کې يو بل راهب دی، په ناکامه ډول هڅه کړې چې د خپل توندلاري ملګري نظر وربدل کړي. نن د جمعې په ورځ رايمر غواړي چې د نورو مذهبي مشرانو په شمول توندلاري راهب تېري جونز ته د لاسليکونو يو ليست وسپاري او ورڅخه هيله وکړي چې د قران شريف له سوځولو څخه دې لاس واخلي. خو که دغه کار د شنبې په ورځ وشي، نو راهب رايمر هيله لري چې د ده د مسلمانو ملګرو آوازونه دې واورېدل شي کومو چې ورته ويلي دي.

«هغه مسلمانان چې يې پېژنم تشدد نه غواړي. هغوی وايي چې دا يو لوی توهين دی، خو خپلو ورونو او خويندو ته هم وايي چې: دا د يو ځانګړي نفر کار دی، لطفا له تشدد څخه کار مه اخلۍ.»

ليکونکې: اينګلکه، صابر

کتونکی: قاسم نوري