د قذافي يو بل ملگری د ياغيانو سره يو ځای سو
۱۳۹۰ مرداد ۲۹, شنبه
عبدالسلام جلود د قذافي د نژدو ملگرو څخه بلل کيږي چي اوس د ياغيانو سره يو ځای سوی دی. نوموړی کس په 1970م مېلادي کال په لبيا کي د کابينې رئيس ؤ او د نوموړي هيواد د واک په کړۍ کي دويم کس شمېرل کېدی.
په بنغازي کي د ياغيانو يوه وياند ويلي دي چي عبدالسلام جلود پدې توانېدلی دی چي د طرابلس څخه و بنغازي ته ځان ورسوي. د جلود په هکله ويل کيږي چي هغه په طرابلس او په بشپړه توگه په لبيا کي گڼ شمېر ټلوالې او لېوالان لري. د نوموړي کس په هکله ويل کيږي چي هغه د عامو خلکو تر منځ هم زيات محبوبيت لري.
گرچه په 90 مه لسيزه کي د قذافي او جلود تر منځ بعضي مخالفتونه رامنځ ته سوي ول خو ويل کيږي چي دواړو دغه مخاليفتونه بېرته هوار کړي ول. ويل کيږي چي جلود د هغه برسېره د قذافي د اعتبار سړی ؤ.
ياغيانو ويلي چي په عيني حال کي دوی بندري ښار البریقه په بشپړه توگه تر خپل کنټرول لاندي راوستلی دی. د دغه ښار پر سر د تيرو څو اونيو راهيسي د حکومتي او ياغي ځواکونو تر منځ سخته جگړه روانه وه.
ويل سوي چي د زليتن ښار چي د طرابلس په ختيځ کي پروت دی هم په بشپړه توگه د ياغيانو تر کنټرول لاندي راغلی دی. د دې څخه تر مخه ياغيانو د الزاويه ښار هم تر خپل کنټرول لاندي د راوستلو ادعا کړې وه.
معمر القذافي په دوامداره توگه د ياغيانو لخوا تر فشار لاندي دی او ويل کيږي چي اوس پخپله په طرابلس کي هم ياغيانو اړيکي ټينگي کړي دي. د لبيا ياغيان د فرانسې، المان او د امريکا د متحده ايالتونو تر څنگ د يو شمېر نورو هيوادونو لخوا هم په رسيمت د لبيا د اصلي استازو په توگه پېژندل سوي دي.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش