1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قذافي زوی به چيري محاکمه کيږي؟

۱۳۹۰ آبان ۲۹, یکشنبه

دليبيا د وژل سوي پخواني واکمن معمرالقذافي پر دوهم مشر زوی سيف الاسلام باندي د بشري جناياتو تور لګول شوی دی. نړيواله محکمه غواړي هغه په دنهاګ کي محاکمه کړي، خو د ليبيا انتقالي حکومت پخپل هيواد کي د هغه د محاکمې غوښتنه کوي

https://p.dw.com/p/13DuD
سيف الاسلام
سيف الاسلامانځور: dapd

د ليبيا د پخواني وژل شوي واکمن، معمرالقذافي زوی سيف الاسلام چي 39 کاله عمر لري بالاخره د ليبيا په جنوب کي ونيول شو. په هغه پسي پراخه پلټنه روانه وه.

تردې مخکي په وار وار داسي ګمان کيدی، چي گويا سيف الاسلام هڅه کوله چي نايجر، سوډان يا چاد ته وتښتي. خو اوس ويل سوي دي، چي نوموړی نيول سوی دی او د ليبيا د انتقالي حکومت د عدليې وزارت هم دغه خبر تاييد کړی دی.

له هغه ورځي را په دې خوا چي په ليبيا کي د قذافي د رژيم پر ضد بغاوت پيل شو، سيف الاسلام د خپل پلار تر څنګ ولاړ وو، او د هغه له واکمنۍ يې دفاع کوله. هغه ونه غوښتل چي بهر ته وتښتي. ويل کيده چي ښايي هغه د قذافي ځای ناستی وګرځي.

د خپل پلار د واکمني په موده کي سيف الاسلام د اصلاح غوښتونکي سياستوال په توګه ځان ښکاره کاوه، خو کله چي د رژيم پر ضد پاڅون پيل سو، هغه تنده لهجه غوره کړه.

داسي فکر کيدی چي هغه د خپل پلار د زيږيدو په ښار،«سيرت» کي چيري پټ وو.

د انتقالي حکومت د اطلاعاتو وزرات وياند، حوسام قيراني وويل، د سيف الاسلام په اړه به هغه غلطي ونه سي چي د پلار په برخه کي يې وشوه.

«موږ هغه ژوندی غواړو. دا ځل بايد اشتباه ونه سي. موږ له هغه څخه تحقيقات کوو او ډيرو پوښتنو ته ځواب غواړو. ځکه دی د راپرځول شوي رژيم د ډيرو لږو کسانو له جملې څخه دی چي کولای سي هغو پوښتنو ته جواب ووايي، چي نړۍ يې لري.»

په دنهاګ کي نړيوالي محکې د جون په مياشت کي پر سيف الاسلام باندي د بشري جناياتو د تر سره کولو تور ولګاوه او د هغه د نيولو امر يي صادر کړ. ويل سوي دي، چي هغه د ليبيا د احتجاج په غورځنګ باندي په خونړيو زور زياتيو کي مهم نقش درلود.

اوس داسي گمان نه کيږي، چي هغه دي نړيوالي محکمې ته وسپارل سي. حوسام قيراني وايي چي سيف الاسلام بايد په ليبيا کي محاکمه سي:

« ليبيا دا حق لري چي نوموړی محاکمه کړي. دا ځکه چي هغه په ليبيا کي هم بشري ضد جنايات تر سره کړي دي. موږ ته بايد وخت راکړل شي، چي هغه د يوې عادلانه محاکمې په وړاندي ودرو. مونږ به نړيوال څارونکي هم را وغواړو ترڅو د محاکمې پروسه وڅاري.»

تر هغه پوري چي نوموړی محکمې ته وړاندي کيږي، ښايي ډيري مياشتي وخت ونيسي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل