1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قاهرې په کوڅو کي اخ و ډب روان دئ

۱۳۹۱ آذر ۱۶, پنجشنبه

په مصر کي د دغه هيواد د جمهور رئيس محمد مرسي د پلويانو او مخالفينو ترمنځ اخ و ډب زور اخيستی دئ. په دغه اخ و ډب کي له دواړو خواوو څخه ۴ تنه وژل سوي دي او نزدې ۳۰۰ تنه نور ټپيان دي.

https://p.dw.com/p/16wTJ
انځور: picture-alliance/dpa

په مصر کي د اسلاميستانو او ليبرالانو ترمنځ مخ پر ډېرېدونکي تاوتريخوالي دغه هيواد د سره پاشلو خوا ته کشوي. په قاهره کي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر ۶) سهار وختي په جادو کي تاوتريخوالی روان وو.

د رسنيو د راپورونو له مخي په دغه تاوتريخوالي کي د جمهوري رياست ودانۍ مخته په اخ و ډب کي لږترلږه ۴ تنه وژل سوي دي او نزدې ۳۰۰ تنه نور ټپيان سوي دي.

دغه تاوتريخوال له هغه وروسته پيل سو، چي اخوان المسلمين پر خپلو پلويانو ږغ وکړ چي د محمد مرسي ملاتړ وکړي.

اسلاميستانو په قاهره کي د جمهوري رياست ودانۍ مخته پر هغو خيمو باندي اوجوم وروړ، چي د مرسي مخالفينو د احتجاج په توگه درولي وې. دواړو غاړو پر يو بل باندي د ډبر، سوټو وارونه کړي دي. د اخ و ډب په سيمه کي ډيرو موټرو ته هم اور اچول سوی دئ.

د جمهوري رياست د مشاورينو استعفا

په مصرکي د تاوتريخوالي د پراخېدو له کبله د مرسي په حکومت کي يو شمېر سياستوالو له خپلو دندو استعفا کړې ده. د مصر د دولتي خبري آژانس منا، په حواله د مشاورينو له هيئت څخه درو تنو استعفا کړې ده. د دغو درو تنو د استعفا دليل تر اوسه پوري معلوم نه دئ.

په مصر کي د څه مودې راهيسي د مرسي پرضد لاريونونه روان دي. دغه لاريونه له هغه وروسته پيل سول، چي مرسي په يوه فرمان سره خپل صلاحيتونو نور هم پراخ کړل.

د مرسي مخالفين دغه راز د نوي اساسي قانون پر مسودې باندي هم نيوکي کوي، او وايي، چي هغه غواړي په مصر کي يو سختدريځه اسلامي حکومت جوړ کړي.

خو د مرسي مرسيتال محمد مکي، وايي چي له دغو احتجاجونو او اعتراضونو سره سره غواړي، چي د اساسي قانون په اړه يه ټول پوښتنه يا رفريندوم تر سره کړي.

په پلان کي چي دغه ټول پوښته يا رفريندوم به د دسمبر د مياشتي پر ۱۵ نېټه ترسره سي.

د مخالفينو مشر او د نوبل د سولي د جايزې گټونکی محمد البرادعی وايي، چي د مرسي حکومت «ورځ تر بلي» خپل مشروعيت له لاسه ورکوي.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن په بروکسل کي د ناټو د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډي په حاشيه کي د مصر د تاوتريخوالي په اړه وويل: «دواړي غاړي بايد د خبرو اترو مېز ته سره کښېني.»

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم