د قارو تر منځ د ښکلا ملکې انتخاب
د قارو تر منځ د ښکلا د ملکې د ټاکلو سيالي تر سره سوه. په اخير کي د قارو ترمنځ د ۲۰۱۴م کال د ښکلا ملکه د تايلند هيواد يوه پېغله اعلان سوه. د دغو سياليو انځوريز راپور.
د ښکلا په دغو سيالو کي د ۶۸ هيوادونو استازو گډون کړی وو.
د سږکال د ښکلا ملکه تايلندۍ پاترا پرن وانگ، انتخاب سوه. وانگ ته د يکاترينا پليکووا، له خوا چي په ۲۰۱۳م کال کي د قارو ترمنځ د ښکلا ملکه انتخاب سوې وه، د ښکلا تاج ورکړل سو. (چپ لاس ته يکاترينا).
پر دريځ باندي د نړۍ د بېلو بېلو هيوادونو استازي، د ښکلا ملکې د سياليو پرمهال
په دې سياليو کي يوې ايرانۍ هم خپل ځان ښکلا ته نومولی وو.
له عراق څخه کلاوديا خلف، په دغو سياليو کي ونډه اخيستې وه. دا لومړی وار دی، چي يوه عراقۍ نجلۍ د قارو ترمنځ د ښکلا ملکې په سياليو کي کډون کوي.
د قارو ترمنځ د ښايستې نجلۍ د انتخابولو سيالي له ۱۹۷۳م کال راهيسي په رسمي ډول پيل سوي او له ۱۹۹۳م کال راهيسي ئې د سياليو جوړول د آلمانانو په لاس کي دي.
سيالي ډيره توده پرمخ روانه وه او هره نجلۍ په خپلو وطني کالو کي هم راڅرگندې دله.
د قارو ترمنځ د ښايستې نجلۍ د انتخابولو په سياليو کي د بيلجيم او هنگري هيوادونو استازي.
دلته نجوني ليدل کيږي چي د پردې ترشا د خپلو وطني کاليو په اغوستلو لگيا دي.
دلته هم نجوني د ځان په سينگارولو بوختي دي.
نجوني سياليو ته د تيارۍ له پاره په ښايستون کي.
ښايستې نجوني په خپلو ښايستو وطني کاليو کي د سياليو پر مهال.
د قارو ترمنځ د ښکلا ملکې په سياليو کي ښايستې نجوني په فاينل کي دريځ ته راوتلي دي.
د ترکيې او پرتگال ښايستې د سياليو پر مهال.
اتاق گریم مسابقه دختر شایسته میان قارهای ساعاتی قبل از شروع مسابقه.
د ۲۰۱۴م کال د قارو ترمنځ د ښکلا ملکې د ټاکلو ژوري هيئت.
په دغو سياليو کي د نجونو قدونه اکثراً جگ وي.
تايلنډۍ پاترا پرن وانگ د ۲۰۱۴م کال د قارو ترمنځ د ښايستې نجلۍ د انتخابولو په سياليو کي بريالۍ او د ښکلا ملکه اعلان سوه.