د فټبال د نړيوال جام په څلرمه ورځ هالينډيان ښه نه وځليدل
۱۳۸۹ خرداد ۲۴, دوشنبهخو د هالينډيانو بازي ، لکه څنگه چي يې انتظار کيدی ، هغسي په زړه پوري نه وه ،او مايوسه کونکې وه . که څه د هالينډ ملي ټيم د اوله سره پر ميدان حاکم ؤ ، خو د گول وهلو چانسونه يې رامنځته نه کړل .
د ډنمارک د ملي ټيم دفاع ډيره ښه وه ، او يوفقط څو واري د ماتيدو سره مخامخ سول .
تر تفريح وروسته په دوهم ميدان کښي رهبري د هالينډيانو پلاس کښي ولويده ، او د هالينډي روبرت وان پِرس د زاويې گول ، ډنمارکي سيمون پولسَن په سر سره خپلي خواته گول کی . وروسته تر هغه هالينډيان نور هم ښه سول ، او په 85 دقيقه کښي يې يو بل گول ووهی، نتيجه 2 پر صفر سوه ، او مسابقه تر پايه پوري په همدې ډول پاته سول .
په همدغه گروپ يعني د E په گروپ کښي دوهم مَيچ د جاپان او کامرون تر منځ تر سره سو .
دغو دواړو ټيمو چي د Free State په سټوډيم کښي د 40000 تماشاچيانو په مخکي کښي بازي کوله ، هم ډيره ښه نه وه .
دواړو ټيمو نسوای کولای چي تهاجم وکي ، او د ټولي مسابقې په جريان کښي يوازي درې واره د گول وهلو چانسونه رامنځته سول .
په 39 دقيقه کښي د جاپان د ملي ټيم څخه کيزوکه هونډا په تعجب آوره ډول سره گول ووهی، او مسابقه يې يو پر صفر د ځان په گټه وڅرخول . خو بيا تر پايه پوري بل گول ونه لگيدی ، او مسابقه په همدې نتيجې سره پای ته ورسيدل .
دF د گروپ څخه چي بيا دريمه مسابقه د ايټاليا او پاراگوای تر منځ همدا اوس جريان لري ، او تفريح يې شروع سوې ده ، په تعجب آوره ډول سره پاراگوای په 39 دقيقه کښي ايټاليا ته گول ورکی . نوره نتيجه به يې په راتلونکي رپوټ کښي درکو .
فالکن هاگن /محمد قاسم نوري
کتونکی : نجيب الله زيارمل