1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فټبال د نړيوال جام د دريمي ورځي اتل جرمني ؤ

۱۳۸۹ خرداد ۲۴, دوشنبه

په جنوبي افريقا کښي د فټبال د نړيوالي اتلولۍFIFA په دريمه ورځ تر ټولو هيجاني او جالبه مسابقه د جرمنيانو او اسټرليايانو تر منځ تر سره سوه ، خو ددغي مسابقې دمخه دD د گروپ څخه د جرمني او اسټرليا

https://p.dw.com/p/NpwU
انځور: AP

ددوو نورو حريفانو ، يعني گانا او صربستان تر منځ ميچ وسو ، چه هغه بيا د گانا په گټه تمام سو .

ولي ددغي ورځي لمړنۍ مسابقه بيا د الجزاير او سلوانياتر منځ وسوه ،چي يو پر صفر سره د سلوانيا په گټه تمامه سوه .

په اول ميدان کښي لاد الجزاير د ملي ټيم دپاره اميدواري موجوده وه ، او په 4دقيقه کښي نژدې ؤ ، چي الجزاير يانو گول وهلی وای ، خو دسلوانياگول کيپر بال په ډير زحمت سره راوگرزوی ، او د گول څخه بلي خواته ولاړی . خو دا د الجزاير دپاره اولين او اخرين چانس ؤ ،او نور يې د سلوانيا دپاره خطر رامنځته نه کی .

خو بيا دسلوانيا ملي ټيم هم چنداني قوي نه ؤ، او يوواري په 43 دقيقه کښي ورته يو چانس په لاس ورغۍ ، خو هغه هم الجزايري گول کيپر راوگرزوی .

د ميدان په دوهمه نيمايي کښي هم چنداني د خوند صحنې نه وې ، او دواړو خواوو بال يوازي دې - آخوا ته سره اچوی ، تر څو چه د الجزاير د ټيم څخه غازي فول وکی ، او ژيړ سور کارټ يې واخيستی ، او د ميدان څخه وايستل سو . خو پر دې سربيره سلوانيايانو ډير چانسونه نه درلودل ، او په حقيقت کښي د هيڅ څخه يې په 79 دقيقه کښي گول ولگوی او مسابقه يو پر صفر پای ته ورسيدل .

دغي مسابقې ته ډير لږ تماشاچيان ورغلي وه ، ډير ستومانه کونکې وه ، پکښي هيڅ حرکت ، تخنيک او سرعت نه ليدل کيدی .

NO Flash Deutsche WM Spieler in Südafrika beim Training Nationalmannschaft
انځور: AP

خوددغي ورځي دوهمه مسابقه چي بيا د صربستان او گاناتر منځ وه ، هم پکښي په اول ميدان کښي هيڅ گول تر سره نسو او د گول وهلو ښه چانسونه هم رامنځته نسول .

په لمړنيو دقيقو کښي د ميدان ابتکار د صربيان پلاس کي ؤ ، او نژدې ؤ، چه په يوه شوټ سره يې گول هم لگولی وای ، خو وروسته بيا ابتکار د گانا ملي ټيم پلاس کي واخيستی ، او په ښو پاسو او شوټو سره يې صربيان وراخطا کړل ، خو د گول په وهلو نه منجر کيدل .

#b

د گانا دپاره دوهم ميدان په ښه ډول سره شروع سو ، خو بيا يې هم تر 74 دقيقې پوري گول ونه لگوی ،او په دغه وخت کښي صربي فټبالر لوکوويچ د مسلسلو فولونو له کبله ژيړ سور کارټ واخيستی ، او د ميدان څخه وايستل سو .

په 84 دقيقه کښي بيا گانا وکولای سول ، پينالټي په گول تبديله ، او مسابقه يو پر صفر د ځان په گټه تمامه کي .

درنو اوريدونکو په جنوبي افريقا کښي د فټبال دنړيوالي اتلولۍ په مناسبت DW – آلمان ږغ راډيو هم يوه خاصه خپرونه لري ،او موږ د DW د فټبال اوريجينل 10 توپونه هغو کسانو چي زموږ پوښتنو ته صحيح جوابونه ووايي، د قرعه کشۍ پر اساس توضيع کوو،تاسي کولای سی زموږ په لاندي انټرنيټي ادرس يا تليفون لمبر سره دهغه جواب راوليږۍ

البته تاسي دهغه جواب زموږ د انټرنيټ پاني د فټبال د وړمي ورځي د مطلب څخه پيدا کولای سۍ

خو د ورځي دريمه مسابقه چي د جرمني او اسټرليا تر منځ تر سره سوه واقعأ هم ډيره جالبه او هيجاني وه ، او د جرمني ملي ټيم وکولای سول، چه اسټرلياته4 گولونه ورکي ، او هغوی ته د يوه گول وهلو چانس پرې نږدي .

ددوربان د ښار په سټوډيم کښي د 62000 تماشاچيانو په مخکي د جرمني د ملي ټيم څخه پودولسکي په 8 دقيقه کښي يو گول ولگوی، اوبيا لا 26 دقيقې نه وې تيري سوي ، چه ميروسلاف کلوزه دوهم گول ولگوی .

په دوهمه ميدان کښي بيا د جرمني د ټيم څخه توماس مويلر په 68 دقيقه کښي د اولي پلا دپاره يو گول ولگوی، او فقط دوې دقيقې وروسته ککاو په 70 دقيقه کښي بل گول وواهه

او پدې ډول بازي 4 د صفر په مقابل کي د جرمني په گټه تمامه سوه .

نن به بيا د فټبال په نړيواله اتلولي کښي هالينډ دډنمارک،جاپان د کامرون او ايټاليا د پاراگوای په مقابل کي يو دبل سره مخامخ سي ، او موږ به بياهم ډير په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو .

فالکن هاگن /محمد قاسم نوري

کتونکی : حکيم باري