1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فيفا رئيس د استعفا په اړه غبرگونونه

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۱۳, چهارشنبه

د فوټبال د نړيوال فدراسيون رئيس سپ بلاتر، دغه مقام ته تر بيا ټکل کېدو څلور ورځي وروسته د ناباورۍ په خاطر له خپلي دندې استعفا ورکړه. دغه اعلان هغه د سه شنبې په ورځ په زوريخ کي وکړ.

https://p.dw.com/p/1Fawu
Blatter Joseph FIFA Zürich Präsident Fußball
انځور: picture-alliance/epa/W. Bieri

د فوټبال د نړيوال فدراسيون (فيفا) رئيس سپ بلاتر د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جون ۲مه) د سويس په زوريخ ښار کي د دغه فدراسيون په مرکز کي په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي خپله استعفا اعلان کړه.

هغه وويل: «اوس يو وخت ته اړتيا ده چي د دغه مقام له پاره تر ټولو ښه کانديدان پيدا کړو.»

بلاتر زياته کړه: «موږ بايد ډېر ستر اصلاحات پيل کړو. زه له خپلي دندې پر شا کيږم. ما د بدلونونو او اصلاحاتو له پاره سخته مبارزه وکړه، خو نسم کولای هغه په يوازي سر پر مخ يوسم.»

په پلان کي ده د فيفا د نوي رئيس د ټاکلو له پاره د روان ميلادي کال له ډسمبر مياشتي بيا د ۲۰۱۶م کال تر مارچ مياشتي پوري يوه ځانگړې کنگره جوړه سي. تر هغه وخته پوري به بلاتر پر خپل مقام پاته وي.

بلاتر وويل: «زه به تر هغه وخته پوري پر دغي چوگۍ پاته يم، څو د فيفا نوی رئيس په کار پيل کوي.»

بلاتر د فيفا د مالي کمېسيون له رئيس دومينيکو اسکالا څخه غوښتنه کړې ده چي په فيفا کي د پراخو اصلاحاتو راوستلو مسئوليت پر غاړه واخلي.

بلاتر په دغه خبري غونډه کي بې له دې چي خبريالانو ته د پوښتو وخت ورکړي د غونډي له سالونه ووت.

غبرگونونه

د اروپا د فوټبال اتحاديې رئيس ميشل پلاتيني د بلاتر د استعفا هرکلی کړی او ويلي ئې دي: «دا سخته، په مېړانه او ښه پرکړه وه.» پلاتيني څو واري پر بلاتر باندي نيوکي کړې وې او ويلي ئې وه چي استعفا بايد ورکړي.

د آلمان د فوټبال اتحاديې رئيس ولفگانگ نيرزبخ هم د بلاتر د استعفا هرکلی وکړ او وئې ويل: «دا پر ځای پريکړه وه او وخت ئې وو.» نيرزبخ زياته کړه: «دا په رښتيا لږ دردونکې ده چي هغه دغه پريکړه وختي ولي ونه کړه.»

د آلمان د فوټبال اتل فرانس بکن باوير هم وويل: «بلاتر ښه پريکړه وکړه، که نه پر هغه باندي فشارونه ډېر سوي ول او له دې څخه سرفنظر کول چي گناه کار وو که بې گناه نور آرام نسوای پاتېدای.»

يو شمېر څارونکي په دې باور دي چي د فيفا له مشرتوب څخه د بلاتر ليري کېدل کيدای سي په دغه فدراسيون کي د قدرت پر سر د هرج و مرج سبب سي.

څو ورځي د مخه د فوټبال د نړيوال فدراسيون (فيفا) څو لوی چارواکي د فساد په تور ونيول سول.