د فوکوشيما د اتومي ناورين يادون
۱۳۹۱ اسفند ۲۱, دوشنبهپه جاپان کې نن دوشنبه (۲۰۱۳ کال د مارچ ۱۱) دوه کاله مخکې د زلزلې، سونامي او اتومي ناورين د قربانيانو ياد تازه کيږي. د جاپان پر وخت د غرمې وروسته ۲ بجې او ۴۶ دقيقې ټولو انسانانو د پېښې په سيمه او نورو ځايونو کې د يوې دقيقې له پاره چوپتيا غوره کړه.
دا هغه وخت دی چې د ۲۰۱۱ کال د مارچ پر ۱۱مه نېټه د ۹،۰ په مقدار يوې زلزلې جاپان ولړزاوه. په توکيو کې د يادون په مرکزي مراسمو کې پاچا اکيهيتو او د هغه مېرمنې، ملکې ميشيکو د قربانيانو له خپلوانو او د حکومت له استازو سره يو ځای له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته په جاپان کې د تر ټولو ناوړې پېښې ياد تازه کړ.
کابو ۱۹۰۰۰ انسانان هغه مهال ووژل شول کله چې زلزلې د هېواد شمال لويديځ ولړزاوه او د ۲۰ متره جګو سمندري څپو د راپورته کېدو لامل وګرځېده. سونامي يا سمندري توپان بيا د فوکوشيما په اتومي برېښناکوټ کې يو پراخ ناورين رامنځ ته کړ. څه نا څه ۲۷۰۰ انسانان تر اوسه پورې ورک دي، په داسې حال کې چې ډېر خلک لا په وړو کوډلو کې شپې سبا کوي.
اتومي تګلارې ته بيا ستنېدل؟
د فوکوشيما تر ناورين وړاندې هيچا په جاپان کې د اتومي انرژۍ استعمال په سوال کې نه و راوستی، بلکې دغه تخنيک ته لا پراختيا ورکول کېده. تر ناورين وروسته د يوې مودې لپاره ټول۵۰ فعال برېښناکوټونه د ترميم په موخه ګل کړای شول.
د ۲۰۱۲ کال په سپتمبر کې پر ديموکرات ګوند پورې تړلي لومړي وزير، يوشيهيکو نودا تر مشرۍ لاندې حکومت تر ۲۰۴۰ کال پورې له اتومي انرژۍ څخه د لاس اخيستلو پلان وړاندې کړ.
د ۲۰۱۲ کال په پای کې البته نوي ټاکل شوي حکومتي مشر، شېنزو ابې، چې په ليبرال دموکرات ګوند پورې اړه لري، د اتومي انرژۍ د بندولو پلان بيا تر سوال لاندې راوست. ابې اوس د نويو اتومي برېښناکوټونو د جوړولو خبره هم نه ردوي.
خو دا چې په جاپان کې به اتومي بټۍ کله بيا فعاليږي، په دې هکله به ابې د خونديتوب د نويو معيارونو له مخې پرېکړه کوي. جاپان په نړۍ کې دريم لوی برېښنا مصرفوونکی هېواد دی چې يوازې د امريکا متحده آيالات او چين لا زياته انرژي مصرفوي.
په داسې حال کې چې جاپان کال په کال يو ميليون ګيګا واټ ساعته برېښنا مصرفوي، آلمان د ساري په ډول يوازې۶۰۴۰۰۰ ګيګا واټ ساعته برېښنا لګوي.
پر څېړنو نيوکې
انتقاد کوونکي د جاپان پر دولت او رسنيو باندې تور لګوي چې د اتومي ناورين پايلې يې تر نن ورځې پوري جدي نه دي معرفي کړې. د جاپان د اتومي انرژۍ ادارې ويلي دي چې د اتومي کنډوالې په ۸۰ کيلومترۍ کې د اتومي وړانګو د کثافت کچه د ۲۰۱۱ کال له اپريل تر نومبره پورې کابو نيمه شوې ده.
د سرطان د ناروغۍ کچه البته د پخوانو اټکلونو خلاف لا لوړه ده. د «طبي ډاکترانو د اتومي جګړې د مخنيوي ټولنې» د محاسبو له مخې به په جاپان کې د اتومي وړانګو له امله ۴۰۰۰۰ تر ۸۰۰۰۰ پورې زيات خلک د سرطان په مرض اخته شي. دغه څرګندونې نوموړې ټولنې لږه موده وړاندې په برلين کې کړې دي.