1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلسطينيانو او اسرايلو تر منځ د نا مخامخ خبرو اترو لپاره لاره هواريږي

۱۳۸۸ اسفند ۱۶, یکشنبه

د نژدي ختیځ لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی جورج ميچل اسرايل ته تللی، تر څو د اسرايلو او فلسطینیانو ترمنځ د نا مخامخ خبرو اترو لپاره لاره هواره کړي...

https://p.dw.com/p/MMKa
د اسرايلو لومړی وزير بن يمين ناتان ياهو د منځني ختيځ لپاره د امریکا د متحده ايالاتو د ځانګړي استازي سناتور ميچل سره د خبرو پر مهال
د اسرايلو لومړی وزير بن يمين ناتان ياهو د منځني ختيځ لپاره د امریکا د متحده ايالاتو د ځانګړي استازي سناتور ميچل سره د خبرو پر مهالانځور: AP

داسي ويل کيږي،چي ددواړو خوا تر منځ دنامخامخ خبرو دپاره امکانات وي.په همد ې وخت کي، چي جورج میچل اسرايلو ته رسیږي، څو زره اسرايلیان او فلسطينیان چي د سولي پلویان دي، له دې امله د مظاهرو دپاره واټونو ته وتلي ول، چي غوښتل يې بايد د ختيځ بيت المقدس څخه د عربي کورنيو د شړلو څخه لاس واخيستل سي.

څنګه چي په اسرايلي خبري رسنيو کې ويل سوي دي، په دغه مظاهرو کي له 3000 څخه تر 5000 پوري خلکو ګډون کړی و. دغه مظاهره کونکو، چي د فلسطين او د اسرايلو بيرغونه يي رپول، دا ناري وهلي، چي د کورونو د ورانولو څخه بايد لاس واخيستل سي.

له بله پلوه د امریکا د متحده ایالاتو حکومت دا هڅه لري، چي فلسطینیان او اسرايلیان دې ته را وهڅوي، چي لږ تر لږه نامخامخ خبرو اترو ته خپل چمتو والی وښه يي. د Ha aretz په نامه اسرايلي ورځپاڼه لیکي، ښايي دواړه خواوي دې ته چمتو وي،چي دغه نامخامخ خبري اتري په صادقانه او جدي توګه پر مخ بوزي او سپيني ماڼۍ فلسطینیانو ته په لیکلي توګه له دې څخه ډاډ ورکړی دی، چي که چیري دغه خبري اتری د ناکامۍ سره مخامخ سي، نو امریکايان به په داګه سره وايي، چي کومه خوا ددغه خبرو په ناکامۍ کي ګرم بلل کیږي .

د فلسطين دکورواکي اداری دمشر محمود عباس او دعربو دټولنۍ دپاره دا ټکي مهم و او دهمدي ټکي په اتکا سره دوي خبرو ته خپل چمتوالي ښودلي دي . او دايی منلی چي امریکايي ډيپلو مات به داسرايلو او دفلسطین دکورواکی اداری ترمنځ تګ او راتګ کوي .

محمود عباس په تير وخت کي څو څو واري داخبره کړی چی اسرايلیان دشوو هوکړه لیکونو لکه د Road Map په نامه هوکړه لیک چي په 2003 میلادی کال کي پري موافقه شوي اوپه هغه کی ويل شوي دي چی اسرايلیان به دفلسطين په نیول شو سيمو کي داسرايلي کډوالو دپاره داستګنځایونو دجوړولو څخه به لاس اخلي ،مراعات نه کوي . خو بيا هم داچي دسولي پروسه پرمخ نه ځي پرله پسي ددغه کار مسولیت دفلسطينيانو پر غاړه اچول سوي دي. په دې اړوند دسولي په خبرو کي د فلسطینيانو د ډلي مشر صاحب حرکت وايي:

د منځني ختيځ په شخړه کي د امریکا منځګړيتوب
د منځني ختيځ په شخړه کي د امریکا منځګړيتوبانځور: AP

«داچي داسرايلو حکومت دا نه منی چی د 1967 ميلاي کال دپولو په رسميت پیژندولو سره دي دوه دولتونه منځ ته راشی نه مني ، دا پخپله ددی حقیقت ښکارندوی بلل کيږي ،چي اسرايلیان سوله نه غواړي . هغه سوله چي ددو دولتونو دجوړولو په بنسټ ولاړ وي.»

په دی برخه کی حرکت ، داسرايلو دلمړی وزير بن یمين نا تان ياهوپه هغه خبرو استدلال کوی چي په دی ورستيو ورځو کي يي کړی او وايی چی دسولي په صورت کي به نه یواځي اسرايل دلويديځ اردن په سيمه کي داسرايلی کډوالو دپاره داستګنځایونو دجوړولو څخه لاس وانخلی او ختيځ بیت المقدس به خوشي نکړی ، بلکي داردن حاصلخيزه دره او به هغه سیمه کی دکدوالو دپاره جوړ شوي استوګنځايونه به هم دوی خوشی نکړی .

داسرايلو لمړي وزير بن یمين ناتان یاهو هم له دی څخه ښه هرکلی کړی چی دفلسطین دکورواکي اداري سره دسولی نامخامخ خبري اتری دجور ميچل په منځګړیتوب سره پيل کیږي .

«سناتور ميچل يوه مهمه دنده په غاړه اخيستي او مونږ له دی امله له ده څخه مننه کو چی په دغه خبرو کی منځګړیتوب کوي که څه هم دغه خبري مقدماتي خبري دي.»

له يوه کاله څخه راپديخوا چي لمړی وزير بن یمين ناتان یاهو داسرايلو دحکومت چاري په لاس کي نیولی دده دپاره دفلسطین دکورواکی اداري سره دنامخامخ خبرواترو پيل دده دبهرني سیاست په ډګر کی يو ستر برياليتوب بلل کیداي شي ، ځکه دغه خبري دده په شرايطو سره پيل کيږي .

په داسي حال کي چی دفلسطین دکورواکي اداري دمشر محمود عباس غوښتنه دا وه چی دسولي خبری به هغه وخت بيا پيل کړاي شي چي اسرايل د 2003 ميلادي کال دسولي طرحه ومني او دفلسطينيانو په نيول شوې سيمو کي دې داسرايلی کډوالو دپاره دستوګنځایونو دجوړولو څخه لاس واخلي . په لمړی سر کی دامریکۍ دمتحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما دحمود عباس ددغي غوښتنۍ څخه پلوي کاو خو وروسته يي له دي کاره څخه لاس واخيست .

Verenkotte, Clemens/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل