د فقر سره له مخامخ کوچنيانو شمير ورځ په ورځ ډيريږي
۱۳۹۰ اسفند ۹, سهشنبهاعلان
د ښارو په پراخېدلو سره، د هغو کوچنيانو تعداد هم لوړيږي چي په فقر او دربدرۍ کښي ژوند کوي. اوس د نړۍ په ښارو کښي د ټولو کوچنيانو نيمايي،يعني يو ميليارد ژوند کوي. ددغو کوچنيانو هر دريم تن په لويو ښارو کښي ژوند کوي، چي په يوه نامعلومه آينده کښي رالوييږي.
دغه ماشومان له لوږي سره مخامخ دي اوصحي خدماتو ته لاس رسی نلري. دغه خبره په ۲۰۱۲ کال کښي د کوچنيانو د حالت په باب د يونيسف په رپوټ کښي راغلې ده.