1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فقر او بيوزلۍ سره مبارزه، د ترورسم سره د مبارزې بنيادي لاره

۱۳۸۷ شهریور ۲۱, پنجشنبه

که څه هم چي د 2001 م کال د سپتمبر د 11 د تروريستي ګوزارونو څخه 7 کاله تېريږي ولي د تروريستانو فعاليتونه لږ نه، بلکي ډيرسوي دي

https://p.dw.com/p/FGAM
انځور: AP

د تروريزم سره د مبارزې لاره به يوازي جګړه نه وی. هو! دا سمه خبره ده چي د سپتمبر د يولسمې نېټې پېښه د امريکايانو او نورو لويديځو هېوادونو د پاره په اصطلا يو سوک و. او تر اوسه پوری هم د دغې پېښې انځورونه، چې څنګه په نيويارک کې د سوداګرۍ نړيوال مرکز ودانۍ رالويږی او د پنتاګون څخه لمبې پورته کېږی، ژر د ماغزو څخه ولاړ نه شي.

د 2001 م کال د سپتمبر يولسمې د تروريستي ګوزارونو څخه وروسته د تروريزم پر ضد د جګړې ډګر افغانستان و. دلته د امريکايانو د هوايي عملياتو په نتيجه کي د طالبانو رژيم له قدرت څخه راوپرزول شو.

د استخباراتي چارو کارپوهان په دې عقيده دي چي د نن ورځي تر شرايطو لاندي د سپتمبر د 11 نېټې د پيښي امکانات له منځه تللي، ځکه چي د يوې خوا د القاعدې نړيوال ترورستي سازمان تر سختو فشارونو لاندي راغلی او له بله پلونه امنيتي تدابير ډير سوي دي چي د ترورستانو لباره د فعاليت ميدان محدود سوي. ترورستي ډلي يوازي تر يوحده پوري د افغانستان او پاکستان په ګډو پولو کي تر محدوده حده پوري د فعاليت امکانات لري.

د القاعدې د ترورستي سازمان دوهم سړی يمن الظواهري
د القاعدې د ترورستي سازمان دوهم سړی يمن الظواهريانځور: AP

د کارپوهانو په خبره نور هغه هيوادونه چي پخوا د ترورستانو سره په همکارۍ تورن وو. لکه ليبيا، يمن، سوريه يا سعودي عربستان يا نور د ترورستانو سره هغه مادي مرستي نه کوي چي پخوا يي کولې.

خو بيا هم د تروريزم پر ضد په مبارزه کي يو څه نيمګړتياوي هم سته. مثلاً په افغانستان کي په دې وروستيو کي طالبان بيرته ډير پياوړي سوي دي يا په الجزاير کي د القاعدې څانګي څو خونړي بريدونه په همدې نژدې وختونو کي کړي.

د ترورسم سره په مبارزه کې تر ټولو لويه لانجه په دی کې ده، چې په تېره بيا په اسلامي هېواودونو کې ولسونه په فقر، ناامېدۍ او د ناچارۍ د ربړو سره مخامخ دي. دغه عوامل د تروريزم د بقا او ودي لپاره اساسي عوامل بلل کيدای سي. نو له دې کبله بايد ووايو، د ترورسم سره د مبارزې بنيادي لاره به د فقر او بيوزلۍ سره مبارزه وی.