1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرخندې د قتل په قضيه کي ۱۱ پوليس په يو کال بند محکوم سول

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۹, سه‌شنبه

د فرخندې په قتل کي په خپلو دندو کي د پاته راتلو په سبب يوه افغان قاضي ۱۱ تنه پوليس په يو کال بند محکوم کړل. د فرخندي د قتل په تور په نيول سوو ۴۹ کسانو کي ۱۹ تنه پوليس هم شامل ول.

https://p.dw.com/p/1FRjB
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د کابل د ابتدايي محکمې قاضي صفي الله مجددي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د می ۱۹) ۱۱تنه پوليس په خپله دنده کي د پاته راتلو په خاطر هريو په يو يو کال بند محکوم کړل.

قاضي ويلي دي چي ۸ تنه نور پوليس د شواهدو د نه شتون په خاطر آزاد دي.

د کابل د دوهمي حوزې پر پوليسو او د هغه پر مشر باندی تور وو چي د فرخندې د قتل په مخنيوي کي پاته راغلي دي.

د مارچ مياشتي پر ۱۹ نېټه په کابل کي د فرخندې د قتل په تور ۴۹ کسان نيول سوي ول چي ۱۹ تنه ئې پوليس ول. فرخنده د قرآن شريف د سوځېدو په تور په سپينه ورځ په کابل کي د شاه دوشمشېره له زيارت سره تر وهلو ټکولو لاندي ووژل سوه.

تر دغه قتل وروسته په افغانستان کي ستر احتجاجونه پيل سول او د هغې د قاتلانو د محاکمه کولو غوښتنه ئې کوله.

د رواني مياشتي په لومړيو کي د فرخندې د قتل په تور څلور تنه په اعدام محکوم سول، ۸ تنو ته د ۱۶ کالو بند سزا واورل سوه او ۱۸ تنه نور د شواهدو د نه شتون په خاطر آزاد سول.

انځورونه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب