1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فراه ځوانانو د سولي کمپاين پيل کړی

۱۳۹۰ آذر ۱۶, چهارشنبه

دغه ځوانان غواړي چي کور په کور د هغه چا دروازه ور وټکوي، چي په جگړه کي ښکېل دي. په دې وروستيو کي په دغه ولايت کي څو ځله قومي مشران او ځوانان وتښول سول او وروسته يې مري پيدا سول.

https://p.dw.com/p/13O25
د فراه ولایت ځوانان د سولې بهیر سره مرسته کول غواړي
د فراه ولایت ځوانان د سولې بهیر سره مرسته کول غواړيانځور: AP

د سولي په دغه کاروان کي ډيری ځوانان له نا امنه ولسواليو څخه د فراه ښار ته راغلي او نور زلمي يې هم له ځان سره ملګري او له ښاره يې په عملي بڼه خپل کمپاين پيل کړی.

د سولي د دغه پروګرام مشر همايون زهين خبريالانو ته وويل، په سيمه کي يې جګړه له بل ځايه تپل سوې، د دوئ ځوانان د سولي پلوي او د هيواد، د پرمختګ هيلي لري:

«د سولي د دغه پروګرام جوړښت خپله د دې څرګندوی دی، چي ځوانان سوله غواړي له جګړې يې د سيمي خلک ستړي او د يوې پرمختللي او سوله ييزي ټولني د جوړښت ارمان ورسره سته.»

هغه زياته کړه، د سولي د دغه کاروان په ترکيب کي به د سولي خپل شعار په ليکلي، شفاهي او نورو ډولنو، د جګړې دواړو خواوو ته ورسوو، تر څو له جګړې په لاس اخيستو سره د هيواد د بيا رغاوني او پرمختګ په لار کي ونډه راسره واخلي.

فراه ولايت چي د ايران سره پوله لري، ډيری اوسیدونکي يې په کرهڼه او مالدارۍ بوخت دي.

د سولي په کاروان کي ګډونوال ټول ځوانانو له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي وويل، په ټول توان به منزل ته ځان رسوي.

په فراه ولايت کي د ځوان فکر د ټوملني مسئول عبدالسلام رحيمي، ورته خوځښتونه د سولي له پاره ګټور وبلل:

«ځوانان د سولي په پرمختګ کي مرسته کولای شي. دولت او نړيواله ټولني يې بايد مالي مرسته وکړي. ځوانانو ته کار او سالم مصروفيت پيداکړي. څو نور زموږ دسيمي ځوانان ټوپک اخيستوته اړ نه شي.»

د فراه محلي چارواکو او د مدني ټولنو غړيو د ځوانانو د سولي کاروان، پر ځاي حرکت وباله او ويې ويل، چي د توان ترکچي به يې ملاتړ وکړي.

که څه هم د سولي ورته ولسي خوځښتونه د افغانستان په نورو ولايتونو کي هم جوړ سوي، خو د فراه ولايت ځوانان غواړي چي کور په کور و گرځي، او د سولي پيغام تر ټولو په خپله ور ورسوي.

د فراه ځوانان، چي په دغه کاروان کي يې اوس مهال د ګډونوالو شمېر ۲ سوه تنه ياد شوی، وايي کور په کور هغو کسانو ته د سولي پيغام ورسوي، او د دوامداره غونډو په جوړولو سره به نوي ځوانان دغه غورځنگ ته را جذب کړي او بالاخره به د سولي کاروان د ټول هيواد په کچه پلی کړي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل