د فرانکفورت په هوایي ډګر کې اعتصاب دوام لري
۱۳۹۰ اسفند ۱, دوشنبهاعلان
په فرانکفورت کې د آلمان په تر ټولو لوی هوایي ډګر کې یو وار بیا اعتصاب پیل سوی دئ. د اعتصاب کوونکو مشرانو ویلي دي چې دغه اعتصاب به د چهارشنبې د ورځي تر سهاره پوري دوام وکړي. مخکې تر دې په پلان کې وه چې دغه اعتصاب به د سه شنبه په سهار پای ته ورسیږي.
د فرانکفورت د هوایي ډگر د ترافیکو د کنترول کارکوونکو د خپلې تنخا د لوړولو او همدا راز د کار د شرایطو د ښه کولو په موخه په کاري اعتصاب لاس پورې کړی دئ.