د فرانکفورت د هوایي ډگر اعتصاب پای ته ورسید
۱۳۹۰ اسفند ۳, چهارشنبهد هوایي ترافیک د کار کونکو صنفي اتحادیې له هغه وروسته دا پریکړه وکړه چې د فرانکفورټ د هوايي ډگر مسئول شرک فراپورت، له نوموړې اتحادیې سره د معاشونو د لوړولو په هکله د نوو خبرو اترو وړاندیز وکړ.
د هوایي ترافیک د کار کونکو د صنفي اتحادیې مشر میشایل شیفر، د فرانسي خبري آژانس ته وویل: «هغه لیکل شوی وړاندیز چې د خبرو اترو له پاره شوی دئ، د پام وړ دئ او موږ چمتو یو چې یو ځل بیا د خبرو اترو میز ته کښینو.»
شیفر زیاته کړه چې د چهارشنبې د شپې له نهو بجو وروسته به اعتصاب وځنډول شي. هغه یادونه وکړه: «تر هغه پورې چې خبرې اترې دوام لري او اړوند اړخونه ترې شا تګ ونه کړي موږ به په اعتصاب بیا لاس پورې نه کړو.»
له دې مخکې د فرانکفورت د هوایي ترافیک اتحادیې ګواښ کړی وو چې که چیرې د فراپورت شرکت د کار کونکو غوښتنې و نه مني نو دوی به د روانې اونۍ تر پایه پورې خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.
د فراپورت شرکت ویلي دي چې هغوی د کارکوونکو د معاشونو د لوړولو له پاره له دې مخکې هم ځینې اقدامات لاس لاندې نیولي وو خو د صنفي اتحادیې له خوا نه وو منل شوي.
له نوموړي اعتصاب سره د فرانکفورت په هوایي ډګر کې په سوونو پروازونه لغوه کړای شوي دي او یا پکښې ځنډ رامنځ ته شوی ډئ. اعتصاب د تیرې پنجشنبه په ورځ پیل شوی وو.
د فرانکفورت د هوایي ډګر کابو ۲۰۰ کارکوونکي نه يواځې د معاش لوړل غواړي بلکه دا ئې هم غوښتي دي چې د بخشش په توګه معاش کې دې هم لوړوالی راشي او د کار ساعتونه دې لږ کړای شي.
عبدالباري حکیم (آژانسونه)
کتونکی: مسعود جهش