د فرانسې سوسیالست گوند پارلماني ټاکنې گټلي دي
۱۳۹۱ خرداد ۲۹, دوشنبهسوسیالست گوند په دغه ټاکنو کې ۳۱۵ څوکۍ گټلي دي، چې دا د پارلمان په ۵۷۷ څوکیو کې څرگند اکثریت دئ. اوس دغه گوند دې ته اړ نه دئ چې د کیڼ اړخه یا ښي اړخه گوند سره په گډه دولت جوړ کړي. د ټاکنو پایلې د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت له خوا خپرې شوي دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس (Laurent Fabius) له یوه ځایي تلویزون سره په خبرو کې وویل: «دغه نوی څرگند او لوی اکثریت به موږ ته د قانون په تصویبولو کې د بدلون اجازه راکړي او دغه بریا موږ ته په فرانسه او اروپا کې دروند مسئولیت متوجې کوي.»
په عین وخت کې د فرانسې لومړي وزیر ژان مارک آیرو، Jean-Marc Ayrault ویلي دي چې د دوی گوند په راتلونکي کې سخته دنده لري. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د دوی پر وړاندې یو گران کار پروت دئ.
فرانسوا اولاند چې د مې په میاشت کې ئې د فرانسې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې نیکولا سارکوزي ته ماتې ورکړې وه، پر رایې ورکوونکو باندې غږ کړی وو چې د ده د گوند کاندیدانو ته رایې ورکړي چې په پارلمان کې اکثریت ولري. هغه ویلي دي چې هیله من دئ فرانسه د یورو د بحران څخه راوباسي چي د کاري فرصتونو د برابرولو او د اقتصاد د ودې په برخه کې گامونه واخلي.
په دغه ټاکنو کې د سارکوزي د UMP په نوم گوند ډیري څوکۍ له لاسه ورکړي دي. دغه گوند چې مخکې ئې ۳۲۹ څوکۍ لرلې اوس ئې شاوخوا ۲۲۹ څوکۍ گټلي دي. د سوسیالستانو بل ملاتړي د شنو گوند ۱۷ او کیڼ اړخه گوند ۱۰ څوکۍ گټلې دي.
د څیړونکو په آند په لومړیو ورځو کې به د ولسمشر په توگه د اولاند تر ټولو لویه ازموینه دا وي چې خپل گوند متحد وساتي. ښایې د ځینو اقتصادي پالیسو پر سر د ده پارلمان غړي له اولاند سره همغږي نه وي.
آژانسونه، دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش