د ځنګل په کمپ کې د اورلګونې په تور څلور تنه افغانان نیول شوي
۱۳۹۵ آبان ۵, چهارشنبهله دوشنبې ورځې راهیسې د ځنګل کمپ د تړلو کار پيل شوې وو. تیره شپه وضعه ډیره خرابه شوه او په یو شمیر ځایونو کې اور ولګید، خو اوس دغه کمپ په بشپړ ډول تخلیه شوی دی.
د فرانسې په شمال کالې سیمه کې واقع «ځنګل» په نوم د مهاجرو په کمپ کې د سختې اورلګیدنې له امله ټول مهاجر له کمپ څخه ووتل.
د کمپ مسئول فابیانې بوسیو، په کالې کې د BFMTV په نوم فرانسوي خبرې آژانس ته وویل: «بالاخره کمپ تش شو.»
د کمپ په ډیرو برخو کې اورلګیدنه رامنځته شوه او هرې خوا ته تور لوګي د آسمان پر لور پورته کیدل. خیمې او جونګړې د اور په لمبو کې سوزیدل.
څلور تنه افغانان نیول شوي
د فرانسې په شمال کې د کالې په سیمه کې د مهاجرو مشهور کمپ «ځنګل» کې د شپې له خوا د ګاز ډیر شمیر ډبې وچاودیدي او اورلګیدنه یې رامنځته کړه. د Radio France رسنې د رپوټ له مخې په دې ترڅ کې یو تن ټپې شوی هم دی. چارواکي وایې چې څلور تنه افغان کډوال په کمپ کې د اورلګونې د هڅې په تور نیول شوي دي.
د دغه کمپ د مسئول په خبره په یو شمیر مهاجرو کې دا دود دې چې تر وتلو مخکې خپلو خیمو او جونګړو ته اور ورته کوي.
په ټول هیواد کې ویشل
د دوشنبې په ورځ فرانسوي چارواکو وغوښتل چې د دغه بندري ولایت په صنعتي سیمه کې د ځنګل کمپ وتړي. په دغه کمپ میشت ټول کډوال به د دغه هیواد په کچه د مهاجرو پر کمپونو کې وویشل شي.
په دغه کمپ کې د میشتو مهاجرو لویه برخه د افغانستان، ایتوپیا، ایرتیریا او سوډان هیوادونو مهاجر ول. اکثره دغه مهاجر بریتانیا هیواد ته د تللو په امید دلته دیره شوي ول.
د چارواکو په حواله د دغه لوې کمپ تر تړلو مخکې په دغه کمپ کې د مهاجرو شمیر ۶۵۰۰ تنو ته رسیده.