1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې او اسرائيلو د مشرانو ليدنه کتنه

۱۳۹۱ آبان ۱۱, پنجشنبه

د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند او د اسرائیلو له صدراعظم، نیتانیاهو پر خپلمنځي مسایلو سر بیره د ایران د اټومي پروګرام په اړه هم بحث وکړ.

https://p.dw.com/p/16arH
انځور: AP

که څه هم اسرائیل اوس وايي، چي ایران د خپل اټومي پروګرام په چوکاټ کي د هستوي وسلو د جوړولو پلان په موقتي توګه درولی دی، خو فرانسه او اسرائیل دواړه پر دې موافق دي چي ایران باید تر اقتصادي فشار لاندي وساتل شي.

د فرانسې ولسمشر، فرانسوا هولاند پرون په پاریس کي د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نیتانیاهو سره له لیدنی کتنی څخه وروسته وویل، ایران باید ثابته کړی چی د اتمی وسلو د جوړولو په لټه کی نه دی او له دی پلان څخه یی لاس اخیستی دی. دغو دواړو مشرانو د می په میاشت کی په خپلی لومړی لیدنی کتنی کی له ایران سره د نړیوالی ټولنی د شخړی د سوله ایز حل لپاره غوښتنه وکړه.

د فرانسی ولسمشر له نیتانیاهو سره په ګد مطبوعاتي کنفرانس کي وویل، چي هغوی دواړه په دې نظر دي، چي پر ایران باندي اقتصادي بندیزونه نور هم زیات کړل شي. هولاند وویل «موږ د ډیرو بندیزونو پریکړه وکړه او چمتو یو، چي تر هغه پوري چي اړتیا لیدله کیږي، نور بندیزونه هم ولګوو.»

نیتانیاهو په خپل وار سره د فرانسې د ولسمشرخبره تصدیق کړه او وویل: «بندیزونه د ایران پر اقتصاد يو څه اغیزه کړې ده. خو زه تاسو ته وایم چي له بده مرغه تر اوسه پوري دغو بندیزونو د ایران د پروګرام مخه نه ده نیولې او هغه له بده مرغه دوام لري، او دا هغه څه دي چي اسرائیل او فرانسه او دغه راز امریکا متحده ایالات او اروپا ترې اندیښنه لري.»

د اسرائیلو صدراعظم یادونه وکړه، چي دغسي اندیښنه له عربي هیوادونو سره هم شته.

ایران لا تر اوسه پر دې باندي ټینګار لري، چي اټومي پروګرام ئې سوله يیز هدفونه تعقیبوي.

د منځني ختیځ د سولي د پروسې په هکله د فرانسې ولسمشر وویل، هغه هیله من دی چي اسرائیل او فلسطینیان ډیر ژر بیرته د خبرو اترو میز ته سره کښېني.

هغه وویل، فرانسه هم په دې نظر ده، چي د اسرائیلو تر څنګ یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ شي. هولاند زیاته کړه، چي د یوه پایښت لرونکي فلسطیني دولت له جوړیدو سره د اسرائیلو د امنیت د خوندي ساتني ضمانت هم باید وشي.

په عین وخت کي د فرانسې ولسمشر د فلسطین د خپلواکي ادارې له مشر، محمود عباس څخه غوښتنه وکړه، چي په ملګرو ملتونو کي په یو اړه اخیزه توګه د یوه خپلواک فلسطیني دولت د اعلان هڅه دي نه کوي.

له دوو کلونو راهيسي د اسرائیلو او فلسطینانو د سولي خبري اتري په ټپه درېدلي دي. په دغو خبرو اترو کي ستره لانجه په فلسطیني سیمو کي د اسرائیلو له خوا د نویو یهودي مېنو او هستوګنځایونو جوړل دي.

فلسطین وايي، مخکي له دې چي د سولي خبري اتري پیل شي، اسرائیل باید له خپل دغه پلان څخه لاس واخلي.

په پام کي ده چي نن د اسرائیلو صدراعظم او د فرانسې ولسمشر د فرانسې تولو ښار ته سفر وکړي، چي د مارچ په میاشت کي یوه مسلمان افراطي یو یهودی ملا او درې ماشومان په ډزو سره ووژل.

AJE/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل