1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فاروق وردگ د څرگندونو په اړه غبرگونونه

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبه

د افغانستان د پوهني وزیر فاروق وردگ، ویلي دي چې ټولو هغو زده کوونکو ته به جزا ورکړي چې ادعا کوي هغوی په خپلو ښونځیو کې مسمومي شوې دي، خو بیا وروسته په روغتونو کې د مسمومیت کوم اثار نه موندل کیږي.

https://p.dw.com/p/18U9k
Ein Tag nach dem Attentat auf Burhanuddin Rabbani ist vor seinem Haus ein großes Militäraufgebot. Zu sehen ist Farooq Wardak. Bild: DW/Hussein Sirat Aufnahmeort und -datum: Kabul, 21.09.2011
Afghanistan Ermordung Burhanuddin Rabbaniانځور: DW

د افغانستان په ځینو ښوونځیو کې یو شمیر نجوني وخت نا وخت مسموميږي، خو یو شمیر چارواکي باور لري چې دغه نجوني د یو ډول موقفتي رواني ناروغۍ له کبله روغتونونو ته وړل کیږي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان د یو شمیر ښوونځیو ښځينه زده کوونکې په مرموز ډول مسمومې شوې دي. تر دغو پېښو وروسته ډیر وخت سیمه ییز چارواکي او رسنیۍ د دغو نجونو د مسمومیت پړه پر طالبانو باندې اچوي چې ویل کیږي د یو ډول ګاز او یا هم زهرجنو موادو په کارولو سره هغوی مسموموي.

خو تر اوسه پورې په ښوونځیو کې د نجونو د مسمومیت په پېښو کې هیڅکله هم په یو لابراتوار کې د نجونو په وینه کې کوم ډول زهرجن مواد نه دي موندل شوي او نه هم کله په دغه شان پېښو کې کومې نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په ښوونځیو کې د نجونو د مسمومیت په ټولو پېښو کې هغوی له روغتونونو څخه تر یو یا دوه ساعتونو وروسته خپلو کورونو ته استول شوې دي.

په وروستیو پېښه کې د مې د میاشتې پر لومړۍ نیټې د کابل د یوه ښوونځی شاوخوا ۲۰۰ زده کوونکې روغتون ته یوړل شوې. دغو نجونو ویل چې د نسونه یې درد کوي، بدنونه يې لړمکي شوي ول او چیغې یې وهلې.

په دې پېښه کې هم روغتونونه په دې ونه توانیدل چې د نجونو په وینه کې کوم زهري مواد وموندي، له دې کبله د افغانستان د پوهني وزیر فاروق وردگ غبرګون وښود او ویې ویل: «سر له اوسه، که زه واورم چې یو څوک وایي چې مسموم شوی دی، او بیا وروسته بیا په روغتون کې ثابته نه شي چې هغه مسمومه شوې ده، نو زه به هغه زده کوونکي ته جزا ورکړم.»

ښاغلي وردگ یوه خبري کنفرانس ته وویل: «زه به د دغه زده کوونکي، ښوونکي ته جزا ورکړوم. زه به د هغه ښوونځي سرمعلم ته هم جزا ورکړم او د ښوونځي مدیر ته به هم جزا ورکړل شي.»

د افغانستان د پوهني وزارت ویلي دي چې هغوی اوس هڅه کوي چې د نجونو په منځ کې د رواني ناروغیو مخه ونیسي. د دې وزارت ویاند محمد کبیر حقمل، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «کله چې یوه نجلې ضعف کوي، نو ټول ښوونځی فکر کوي چې هغوی مسموم شوي دي.»

ښاغلي حقمل روښانه کړه چې که دغه نجوني د رواني ناروغیو له کبله ضعف کوي نو هیڅ یوه زده کوونکي ته به جزا ور نه کړل شي. خو د هغه په خبره د افغانستان د پوهني وزیر ویلي دي چې یوازي هغو زده کوونکو ته به جزا ورکړل شي چې په قصدي ډول درسي بهیر اخلالوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پوهنې پر وزیر باندي د هغه د وروستیو څرگندونو له کبله ډیرې نیوکې شوې ده. په افغانستان کې د زده کړي په برخه کې فعاله وږمه فروغ، وایي چې د افغانستان په ښوونځیو کې د مسمومیت مخکینو پېښو ډیري کورنۍ دې ته اړ کړې وې چې خپل ماشومان ښوونځیو ته وا نه ستوي.

هغې د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «وزیر باید نه وای ویلي چې زده کوونکو ته به جزا ورکړي. د هغه دنده دا ده چې د مسمومیت لاملونه پیدا کړي او بیا یې مخه ونیسي.»