د غني ویاند: د څلور اړخیزي ډلي نوې غونډه په پلان کې نه شته
۱۳۹۵ تیر ۲۴, پنجشنبهتر دې مخکې د دغه بهیر نوري غونډي پرته له کومې پایلې پای ته رسیدلې وي. افغان حکومت د څلور اړخیز بهیر له لارې څو وارې پر طالبانو باندي غږ وکړ چې د سولي له بهیر سره یوځای شي، خو دغو غوښتنو ته تل رد ځوابونه ورکړل شول.
د روان کال له جنوري میاشتې راهیسې پنځه واري په کابل او اسلام آباد کې څلور اړخیزي غونډي شوې دي، خو طالبانو په دغو غونډو کې ګډون نه لاره.
چخانسوري اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «د دغې ډلي د کومې بلې غونډې له پاره لا تر اوسه پورې کوم پلان نه شته.»
د چخانسوري څرګندونې له پاکستان څخه د افغانستان ناهیلي ښيي. کابل پر اسلام آباد باندې تور لګوي چې په ښه نیت د سولې په بهیر کې له افغانستان سره مرسته نه کوي. پر دې سربیره ولسمشر غني پر پاکستان باندي تور لګولی دی چې طالبانو ته پټنځایونه برابروي.
چخانسوري ویلي دي: «افغانستان له داسې ترهګرو زیان ویني چې له پاکستان څخه عملیات کوي او هلته يې ملاتړ کيږي.»
اشرف غني په ۲۰۱۴م کال کې د افغانستان د ولسمشر په توګه د کار تر پیلولو وروسته له پاکستان سره سولې ته رسیدو له پاره ډیر نزدې کار پیل کړ خو په کابل او د افغانستان په څو نورو ولایتونو کې تر خونړیو ځانمرګو بریدونو وروسته افغان ولسمشر له پاکستان سره په دې اړه خبرې اترې ودرولې او کابل پر اسلام آباد باندې غږ وکړ چې د طالبانو او حقاني شبکې له ملاتړه دي لاس واخلي.
یوه پاکستاني چارواکي هم د نوم د نه بربنډیدو په شرط د چخانسوري خبرې تایید کړې دي. هغه ویلي: «د طالبانو او کابل تر منځ د سولي خبري اترې ښايي په نزدې وخت کې بیا پیل نه شي.»
دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړې ده چې نه افغان حکومت او نه هم طالبان له دغه بهیر سره لیوالتیا لري.