د غزې په تراړه کې څلور فلسطینیان وژل شوي دي
۱۳۹۱ آبان ۲۱, یکشنبهاعلان
د غزې په تراړه کې د شنبې په ورځ د فلسطینیانو او اسرائیلي ځواکونو تر منځ په نښته کې لږ تر لږه څلور تنه فلسیطنيان وژل شوي او نور ۲۵ تنه ټپیان شوي دي. د اسرائیلو د پوځ د راپور پر اساس په لومړي سر کې سخت دریځه فلسطینیانو یو اسرائیلي ټانک چې په گزمه بوخت وو په راکټ ویشتلی وو.
د غزې تراړې د اوسیدونکو پر وینا تر هغې وروسته اسرائیلي سرتیرو ډزې وکړې. د مسئولو ادارو د څرگندونو پر اساس د وژل شوو کسانو عمرونه د ۱۶ او ۱۸ کلونو تر منځ دي. زیاته شوې ده چې په ټپيانو کې ماشومان هم شامل دي. د اسرائیلو د دفاع وزیر ایهود بارک، خبرداری ورکړی دی چې اسرائيل به په تاوتریخوالي کې نور زیاتې و نه زغمي. سرحدي سیمه چې د اسرائیل د پوځ تر سخت کنترول لاندې ده، په وروستیو اونیو کې په کې بمي چاودنې رامنځ ته شوي دي.