د غزې په تراډه کی درې تنه نور فلسطینیان ووژل سول
۱۳۹۰ اسفند ۲۲, دوشنبهاعلان
تېره شپه د غزې پر تراډه باندی د اسراییلو له خوا په هوایی بریدونو کی لږترلږه درې تنه فلسطینیان وژل سوي چی په هغو کی یو ۱۵ کلن زده کوونکی هم شامل دی. د فلسطینیانو په حواله په دې ډول د جمعې د روځي راهیسي په زورزیاتیو کی څه د پاسه ۲۰ تنه وژل سوي دي. په عین وخت کی د وسله والو فلسطینیانو د خوا هم پر اسراییلو باندی بریدونه دوام لري. دا د یو نیم کال راهیسي د اسراییلو او فلسطینیانو تر منځ تر ټولو خونړۍ پیښي دي. د هغه علت دد اسراییلو د خوا د فلسطینی سازمان د یوه مشر وژل کېدل دی.