1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزې د محاصرې سستول او که سياسي لوبه

۱۳۸۹ خرداد ۳۱, دوشنبه

د اسرائيلو هغه اعلان چي غواړي د غزي محاصره سسته کړي په لويديځ کي له هرکلي سره مخامخ سوی دی...

https://p.dw.com/p/NzA5
يو فلسطيني کوچنی د غزې په محاصره سيمه کي
يو فلسطيني کوچنی د غزې په محاصره سيمه کيانځور: AP

جمهور رئيس بارک اوباما چي غزې ته يې د سولي د نړيوالو فعاليتونو د بشري مرستو پر بيړيو باندي د اسرائيلو د زور پالونکي هجوم له امله د اسرائيلو له صدراعظم سره د جون په سر کي د پلان سوي ليدني کتني څخه مخ اړولی، اوس غواړي چي د جولاي پر شپږمه له هغه سره وګوري.

خو فلسطين دغه بدلون ته د شک په سترګه نظر اچوي او دا د اسرائيلو يوه تيره ايستوکې«لوبه» ګني.

د اسرائيلو صدراعظم، نيتانياهو د خپل حکومت د تصميم لپاره چي د غزې پر تړانګه څوکلنه کلابندي سسته کوي وويل:

«د غزي په وړاندي زموږ د حکومت سياست روښانه دی: اسرائيل هڅه کوي چي وسلي اوهغه توکي سمندري کرښو ته ونه رسيږي چي د هغو په مرسته حماس پر اسرائيلو او د هغه پر خلکو باندي تروريستي او توغندي بريدونه وکړي. نور ټول توکي اجازه لري چي غزې ته ولېږدول سي.»

د اسراييلو د رسنيو د رپوټونو له مخي، ويل کيږي چي نيتانياهو اعتمادي کسانو ته ويلي دي چي نوي اقدامات « امنيتي محاصره» انځوروي.

د منځني ختيځ د څلور اړخيز پلاوي ځانګړی استازي، توني بلير، د نيتانيهاو په مخکي وويل:« دغه نوی سياست د اسرائيلو حکومت او صدراعظم ته اجازه ورکوي چي له خپل مطلقت قاطعيت څخه کار واخلي او د اسرائيلو امنيت خوندي وساتي»

د غزې په تړانګه کي د حماس وياند، اسمعيل رضوان د کلابندي د سستولو اعلان د اسرائيلو يوه تير ايستونکي مانوره وګڼله تر څو ځان له نړيوال فشار څخه وژغوري.

رضوان زياته کړې په غزه کي د ډيرو توکو کمبود دي، لکه روغتيايي سامان او لوازم، برقي وسايل، د ودانيو مواد لکه فولاد او داسي نور. د دي موادو استول له دي وروسته هم منع دي، معني دا چي د محاصره سستول يو مصنوعي اقدام دي.

دغه راز د غزې په سړکونو کي هم عامه خلک د اسرائيلو د نوموړي اقدام په هکله چي پر غزې باندي د څلور کلني کلابندي د سستولو اراده لري، د شک او ترديد په سترګه ګوري.

يو فلسطينی وايي:«موږ دغه اقدام بايد په لومړي سر کي په واقعيت کي ووينو. هغه څه چي وايي بايد عملي يي کړي، يو ځلي دي ټولي سرحدي لاري خلاصي کړي.

اسرائيل غواړي چي دې کلابندۍ ته خاتمه ورکړي، دا زموږ غوښتنه هم ده. دا بايد په عمل کي ثابته کړي، نه دا چي خبري وي او عمل نه وي.»

يوه اسرائيلۍ ورځپاڼي «ايديوث اخرونوث» رپوټ ورکړي چي په نوو مقرراتو کي هم ډيري نور داسي توکي دي چي غزې ته يې ليږدول منع کوي، د هغو په جمله کي المونيمي محصولات، سره او داسي نور فلزي مواد.

Verenkotte, Clemens/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل