1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزې د تراډي 40 کلنه سمندري کلابندي دوو خيريه بيړيو ماته کړه

۱۳۸۷ شهریور ۳, یکشنبه

دشنبې په روځ دوې بيړۍ چي نړيوال سوله غوښتونکي فعالين پکښي سپاره وه د غزې تراډي ته ورسيدل. ديونان تر بيرغ لاندي دغه دواړي کب نيونکي بيړۍ چي په هغه کي د مرستي کالي بار وه

https://p.dw.com/p/F3xk
دوې کب نيونکي بيړۍ
دوې کب نيونکي بيړۍانځور: picture-alliance/dpa

د جمعې په روځ د قبرس له جزيرې څخه د غزې خوا ته حرکت کړی و. د آزادي غزې په نامه د امريکا د بشري حقونو سازمان، غوښته چي په سمبوليکه توګه په دغه حرکت سره تر ډيره ځايه د اسراييلو لخوا د غزې د تراډي محاصره ماته کړي.

په زرهاوه فلسطينيان د غزې تړانګي ته د دې دواړو بيړيود رارسيدو په انتظاروه. کله چي دغه دواړي ليبرټي او فري ګازا، نومي بيړۍ د ليري څخه د ساحل په لور، ښکاره سوې، فلسطينيانو په خوشاليو پيل وکړی. دغه بيرغ لرونکي بيړۍ، د خلګو لخوا په شعارونو او چکچکو بدرګه سول. د 40 کالو راپدېخوا دا لومړل ځل دی چي دغه دوې کب نيونکي بيړۍ د غزې تراډي ته ور ننوتي دي.

داچي که د سولي دغه فعالين به وکولای سي چي د غزې د تراډي اسراييلي بحري کلابندي ماته کړي، معلومه نه وه. خو لکه څنګه چي داسراييلو د حکومت يوه وياندد شنبې د ورځي د غرمې وروسته خبر ورکړی، په رښتيا هم اسراييلو په وروستيو شيبو کي دغوبيړيو ته د غزې په تړانګه کي د لنګر اچولو اجازه ورکړه. د اسراييلولومړی وزير اولمرت، د دفاع وزير بارک او د بهرنيو چارو د وزيري سره په ګډه دغه تصميم نيولی و.د دغه عملياتو پلان کونکو غوښتل چي په تحريکاتو لاس پوري کړي، له همدې کبله اسراييلو تصميم ونيوی چي مداخله ونکړي.

د غزې په سرحدي سيمه کي اسراييلي عسکر د تفريح پر وخت
د غزې په سرحدي سيمه کي اسراييلي عسکر د تفريح پر وختانځور: AP

دمخه د اسراييلوحکومت ددې عملياتو پلان کونکو ته چي په هغه کي امريکايان، يونانيان، اسراييليان، آلمانيان او بريتانويان شامل دي، ګواښ کړی و چي د غزې د تراډي په سمندري سيمه ور ننوزي. دسولي د دې سازمان يوې وياندي پرون په اسراييلوکي ويلي وه چي د دواړوبيړيو د مخابری وسايل اخلال سوي دي او نور د بيړۍ د سپرليو سره د مخابرې د لاري تمانس نيول ناممکن دی.

د ازادي غزې نومي عمليات مشر، پاول لارويي د لارناکا، د بندر څخه د خوځيدو د مخه تاکيد وکړی چي د غزې د تړانګي ستونزي د سونامي یا بل کوم طبیعي آفت لامل نه دی، بلکي دلته د بشري حقونو د ترپښو لاندي کولو خبره ده.

د غزې په ښار کي د فلسطين د بشري حقونو د مرکز مشر راجي الصوراني، وويل چي د سولي دغه فعالينو غوښتل چي نړۍ ته يوساده پيغام ورسوي اوهغه داچي: د غزې دتراډي کلابندکول غيرقانوني اوغيرعادلانه کار دی او بايد چي له منځه ولاړ سي.