1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزې تاوتریخوالي اسرائیل منزوی کړی

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ مرداد ۲, پنجشنبه

د امریکا له مخالفت سره سره، د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا غواړي، په غزه کې د اسرائیلو له خوا د احتمالي جنگي جنايتونو په هکله پلټني وکړي. پر دې سربیره اسرائيلو ته د ډیرو الوتنو لغو کیدو هم دغه هیواد تر فشار لاندي کړی.

https://p.dw.com/p/1Chox
انځور: Reuters

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غزې تراړه کې د اسرائيلو پوځي عملیات غندلي دي. دغي شورا په یوه پریکړه لیک کې د اسرائیلو د پوځ له خوا «په پراخه، سیستماتیکه او جدي توگه له بشري حقونو څخه سرغړونه، په کلکه غندلې ده.» په پریکړه لیک کې راغلي دي چې پر غزې تراډي باندي بریدونه خپلسري دي او ټولو فلسطینیانو ته یو ډول جزا ورکول کیږي. په دغه پریکړه لیک کې د حماس افراطي ډله پر اسرائیل باندي د پر له پسې توغنديي بریدونو له کبله په مستقیمه توگه نه ده محکومه شوې.

په ژنیو کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپله یوه بیړنۍ غونډه کې د یوه پلټونکي کمېسیون د جوړیدو په هکله هوکړي ته ورسېده. په دغه غونډه کې ۲۹ غړو هیوادونو گډون درلود چې پر نورو سربیره پکې د دغي شورا غړي عربي او اسلامي هیوادونه هم شامل ول. امریکا متحده ایالاتو د دغه پریکړه لیک پر ضد خپله رايه وکاروله. آلمان او نورو ۱۷ اروپایي غړو هیوادونو ممتنع رايي وکارولې.

اسرائیل له ځانه دفاع کوي

اسرائیل پخپله د بشري حقونو په شورا کې استازی نه لري، خو د خبرو کولو اجازه لري. په ملگرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر ایویاتار مانور، پر دې خبره ټینگار وکړ چې اسرائیل د بل هر هیواد په شان له ځانه د دفاع کولو حق لري. هغه زیاته کړه چې د اسرائیلو پوځ تر خپله وسه هڅه کوي چې د ملکي کسانو ژوند وژغوري. هغه په خپله خبرو کې وړاندي وویل چې حماس د جنگي جنایاتو مرتکب کیږي، چې په وینا یې له ښوونځیو، روغتونونو او استوگنځايونو څخه توغندي توغوي او یا هم هلته وسلې پټوي.

په غزې تراډه کې د اسرائيلو له خوا د حماس پر ضد له دوو اونيو راهيسي په پيل شوو عملیاتو کې شاوخوا ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي. اسرائيليو ویلي دي چې په دغه ترڅ کې د دوی ۳۲ عسکر او درې ملکي وگړي وژل شوي دي.

د چهارشنبې په شپه اسرائيلي ځواکونو په غزې تراډه کې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړه. د عیني شاهدانو د وینا له مخې د ساحلي سیمې د بریښنا بند تر زیانمنیدو وروسته، بريښنا پارچاو شوې ده.

حماس شرطونه وړاندي کړي دي

د حماس مشر خالد مشعل، د یوه اوربند د رامنځ ته کیدو له پاره د غزې تراړې د کلابندۍ د ختمولو شرط یو ځل بیا تکرار کړی دی. په قطر کې د خبریالانو پر وړاندي په عین وخت کې هغه د تیري پنجشبې د ورځي په شان د بشري دلایلو پر اساس د یوه اوربند د رامنځ ته کیدو غوښتنه کړې ده. د هغه په وینا څو ساعتونو ته اړتیا ده، څو ټپیان امنو ځایونو ته انتقال شي او د انسانانو غم وخوړل شي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري چې دا وخت په منځني ختیځ کې د منځگړتوب په هڅو بوخت دی، په خپلو دیپلوماتیکو هڅو کې د «یو څه پرمختگ» خبره کړې ده. خو جان کیري او همداشان د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د پام وړ پایلي نه دي اعلان کړي.

د الوتنو لغو کیدل

په تل ابیب کې به د بېن گریون، نړیوال هوایي ډگر ته د امنیتي دلایلو له کبله د یو شمیر هوایي شرکتونو الوتنې لا هم ځنډیدلي پاته شي. دغه نړیوال هوايي ډگر ته لږ تر لږه د پنجشنبې تر ورځي د آلماني هوایي شرکت پروازونه کنسل شوي دي.

د امريکا متحده ایالاتو د هوا نوردۍ ادارې د چهارشنبې تر ورځي د الوتنو د لغو کیدو بندیز لیري کړی دی. په دې ترڅ کې اسرائیلي رسنیو خبرداری ورکړی دی چې د اوږدې مودې له پاره به د پروازونو بندیدل اقتصادي او هم رواني پایلې ولري.