1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزني ښار په څنډو کې جګړه روانه ده

۱۳۹۴ مهر ۲۱, سه‌شنبه

د سه شنبې په ورځ هم د غزني ښار په څنډو کې چاودنې او ډزې اوریدل کیدې. دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي طالبان د دوشنبې په ورځ د دغه ښار پنځه کیلومتري ته رسیدلي وو.

https://p.dw.com/p/1GnAw
انځور: DW

افغان امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د غزني ښار پر مرکز باندې د طالبانو برید ډیر ژر پر شا وتنبوه خو دغې پیښې په افغانستان کې د طالبانو د نویو بریدونو په اړه د خطر زنګ وهلی دی. دغه ډله په تیرو ۱۴ کلونو کې په روانې میاشت کې د لومړي ځل له پاره وتوانیده چې په افغانستان کې د یوه ولایت مرکز تر خپل کنترول لاندې راولي.

د غزني ولایت مرستیال محمد علي احمدي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۲۰۰۰ یاغیانو د څو اړخونو څخه د غزني ولایت پر مرکز بریدونه وکړل او د دې ښار تر پنځه کیلو متري پورې ورسیدل.

احمدي زیاته کړې ده: «خو هغوی ډیر ژر د افغان امنیتي ځواکونو له خوا پر شا وتنبول شول. اوس له ګاونډیو ولایتونو څخه اضافي امنیتي ځواکونه رسیدلي دي ترڅو د دغه ښار امنیت ټینګ کړي.»

د جګړې له کبله اوس د دویمې ورځې له پاره د غزني ښار واټونه له خلکو خالي دي او یو شمیر اوسیدونکي یې کابل ته د تښتیدو هڅې کوي.

له بلې خوا بیا افغان ځواکونه د کندز ښار په بیا نیولو توانیدلي دي. طالبانو هم د سه شنبې په ورځ منلې دي چې له دې ښار څخه تکتیکي پر شاتګ کړی دی.

اوس هم افغان امنیتي ځواکونه د ښار په بیلابیلو برخو کې د هغو یاغیانو په نښه کولو هڅه کوي چې د کندز ولایت د اوسیدونکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د سپتمبر پر ۲۸مه نیټه د طالبانو لاس ته د کندز ښار لویدلو د افغان امنیتي ځواکونو او ملي یووالي حکومت په اړه نوې پوښتنې رامنځته کړې. په داسې حال کې چې اوس ناامنۍ د کندز ګاونډیو ولایتونو ته غځیدلې، داسې اندیښنې رامنځ ته شوي دي چې طالبانو اوس د افغانستان په شمال کې یوه پراخه ستراتیژي خپله کړې ده او غواړي چې لوی ښارونه او ولایتونه تر خپل کنترول لاندې راولي.

یاغیانو تیره اوونۍ همداراز د فاریاب ولایت د مرکز میمنې د نیولو هڅه هم وکړه خو هغوی د امنیتي ځواکونو او د دولت پلوي ملیشو له خوا پر شا وتنبول شول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب