1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزني «ولسي پاڅون» د غځیدو په حال کې دی

قادر وفا/ سید ریاض۱۳۹۱ آبان ۱, دوشنبه

د غزني چارواکي وایي چې د طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅونونه د غځیدو په حال کې دي او د خلکو مقاومت طالبان کمزوره کړي دي. په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې «ولسي پاڅونونه» له غزني څخه پیل شول او بیا نورو ولایتونو ته وغځیدل.

https://p.dw.com/p/16USD
انځور: DW

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي، وایي چې په وروستیو وختونو کې په دغه ولایت کې د طالبانو پر وړاندې په ولسي پاڅونونو کې ډیروالی راغلی دی او همدا اوس دغه پاڅونونه د اندړ، مقر، قره باغ، واغظ، ده یک او رشیدانو په ولسوالیو کې دوام لري.

ښاغلی احمدي زیاتوي: «دغه پاڅونونه په ښه توگه پر مخ روان دي او موږ د دې پاڅونونو ملاتړ کوو او دغه حرکت د غزني ولایت د بیلا بیلو برخو د پرمختگ له پاره د مثبت گام په توگه یادوو.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې یو شمیر کسان چې د طالبانو ضد پاڅونونه یې رهبري کول او یا یې هم په کې گډون لاره، د طالبانو له لوري وژل شوي او یا هم یا نیول شوي دي. طالبانو ویلي دي چې د هغوی پر وړاندی مقاومت ولسي پاڅون نه بلکې د هغو وسله والو کسانو فعالیتونه دي چې د دولت ملاتړ ور سره دی او له دوی سره جنگیږي.

د سیمه ییزو پولیسو فعالیدل

په عین وخت کې د غزني د پولیسو مشر زړه ور زاهد، په قره باغ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو د فعاله کیدو خبر ورکوي او وایي چې د دې ولسوالۍ ۳۵۰ تنه اوسیدونکي د سیمه ییزو پولیسو لیکو ته راجذب شوي دي او له ټولو امنیتي ارگانونو سره په همکارۍ کې د دې ولسوالۍ د امنیت له پاره فعالیت کوي.

د غزني د پولیسو د مشر په وینا له یوه پلوه د دې ولایت د پولیسو هڅې او له بل پلوه د ولسي خلکو پاڅونونه د دې لامل شوي دي چې د قره باغ په گډون د غزني ولایت په ډیرو سیمو کې امنیتي وضعیت ښه شي.

قره باغ د غزني له نا امنه ولسوالیو څخه شمیرل کیږي چې د جاغوري او مالستان د ولسوالیو لارې له همدې ځایه تیریږي. دغه لاره په تیرو څو کلونو کې د مسافرو له پاره ناامنه بلل کیده.

د غزني د پولیسو مشر د ناامنه سیمو د امنیت په ټینگولو کې د سیمه ییزو پولیسو نقش مهم وباله او ویویل چې سیمه ییز پولیس له خپلو سیمو سره په بشپړه توگه بلد دي او کولای شي چې په ښه توگه یې امنیت ټینگ کړي.

د طالبانو پر وړاندې د خلکو پاڅونونه چې د دولت له لوري ورته «د ولسي پاڅونونو» نوم ورکړل شوی دی په افغانستان کې یو ډیر شمیر بحثونه راولاړ کړي دي. یو شمیر څیړونکي اندیښنه لري چې د وسله والو کسانو ډیریدل به پخپله په سیمو کې ناامنۍ رامنځ ته کړي.

د اندړ د خلکو د ولسي پاڅون عمومي قوماندان انجینر لطف الله، بیا وایي چې د هغوی پروگرامونه په ښه توگه پر مخ روان دي او په ورستیو کې د دوی او طالبانو تر منځ په یوه وسله واله نښته کې ۱۷ تنه طالبان ووژل شول چې د هغوی په ډله کې زیاتره کسان پاکستانیان ول.

ولسي پاڅونونه د لومړي ځل له پاره د غزني ولایت له اندړ ولسوالۍ څخه پیل شول او بیا وروسته د افغانستان یو شمیر نورو ولایتونو ته وغځیدل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب