1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عکسونو نندارتون د کندهار ژوند انځوروي

۱۳۹۱ فروردین ۱۸, جمعه

په کندهار کې د دغه ښار او د هغه د اوسیدونکو د ژوند په اړه د انځورونو يو نندارتو پرانیستل شوی دﺉ چې پکښې شاوخوا ۵۰۰ انځورونه نندارې ته ایښودل شوي دي. دغه نندارتون به د یوې اونۍ له پاره پرانیستی وي.

https://p.dw.com/p/14Ysn
انځور: DW

د دغه نندارتون انځورونه د کندهار ولایت د عکسان له خوا اخیستل شوي دي. د نندارتون ډیر انځورونه د ځوان عکاس عبدالعلي افغان دي. هغه وایي چې د دې انځورونو د جمتو کولو له پاره ئې اته میاشتې زیار ایستلی دئ او د کندهار ولایت بیلابیلو سېمو ته تللی دئ او د دغو سېمو له عادي ژوند او ښایستونو څخه ئې انځورونه اخیستي دي.

په دې اړه د انځورونو البوم دلته وگورئ.

د نوموړي په خبره د عکسونو د چمتو کولو پر مهال له بيلابيلوستونزو سره مخامخ سوى دئ. هغه په خاصه توگه له یو شمیر غيرې مسلکي پوليسو څخه سر ټکوي او وایي چې د کار پر وخت ئې ورته ستونزې رامنځ ته کولې:

«زه د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا د عکس اخيستلو اجازه ليک لرم خو بيا هم په ډېرو سيمو کي د پوليسو له خوا نه يم پرېښودل سوى چي له خپل پلان سره سم عکسونه چمتو کړم. ما ته په داسې سېمو کې د عکس اخیستلو اجازه را نه کړل سوه چي عکس اخيستل پکښي منع نه وو.»

د نندارتون لیدونکي

د انځورونو نندارتون ته په لسګونو نندارچيان راځي. د دې نندارتون یو لیدونکی وایي: «هر انځور دومره په زړه پورې دئ چي نه سم ويلاى چې کوم يو مې تر نورو ډیر خوښ دئ. زه چې هر انځور ته ګورم هغه بل راڅخه هير کړي. دا ډول نور نندارتونونه هر مهال بايد راته جوړسي.»

ځوان ليکوال او شاعر احمد فرزان، هم د داسې نورو نندارتونونو جوړیدل غواړي. د نوموړي په خبره انځورونه د افغانستان د خلکو له پاره ځکه ډېر اړين دي چي ډېرى افغانان په ليک او لوست نه پوهيږي او په انځور ليدلو هغوی ته پیغامونه رسیدلای شي:

«د تاريخ، کلتور، فرهنګ، سياست او د ژوند د هرې برخې د ساتنې او نورو ته د هغوی د ښودلو له پاره انځورونه ډیر مهم رول لري.»

د چارواکو ملاتړ

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس عبدالقديم پتيال وایي چې د دغه نندارتون انځورونه د سېمې د خلکو ژوند انځوروي:

«دغه انځورونه د کندهار د څو تنو عکاسانو د زيار پایله ده. تاسو په دغو انځورونو کې د دې سېمې د ژوند بشپړ انځور ليدلاى سی.»

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور د ریاست چارواکو او د دغه ولایت والي له ځوانو عکسانو سره د مرستو ژمنې وکړې. د کندهار والي په هغه غونډه کې چې د دغه نندارتون د پرانیستنې په موخه جوړه شوې وه وویل چې هڅه به وکړي چې ځوان عکسان نورو هیوادونو ته د زده کړو له پاره واستوي.

محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش