1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عمران خان گوند ته د لاریون اجازه ورکړل شوې

۱۳۹۵ آبان ۱۰, دوشنبه

د اسلام آباد هایکورټ یا لوړې محکمې د عمران خان گوند پاکستان تحریک انصاف، د اسلام آباد په لارو کوڅو کې د حکومت پر ضد پلان

https://p.dw.com/p/2RvGb
Pakistan PTI Chairman Imran khan
انځور: DW/S. Raheem

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې د مدافع وکیل صدیق اعوان، له قوله لیکلي دي چې محکمې د دوشنبې په ورځ حکم کړی چې چارواکي باید دا خبره ډاډمنه کړي چې احتجاج یوازې د احتجاج له پاره د ټاکل شوي پارک په حدودو کې تر سره شي.

خو د عمران خان گوند مدافع وکیل بابر اعوان، ویلي دي چې دوی به د محکمې د دغه حکم پر ضد د پاکستان سترې محکمې ته عریضه وکړي. د اپوزیسیون تحریک انصاف گوند د چهارشنبې په ورځ د یوه ستر احتجاج د تر سره کولو له پاره غږ کړی دی او د پلازمېنې اسلام آباد د تړلو گواښ یې کړی. دغه گام د پاکستان پر لومړي وزیر نواز شریف باندې له خپلې دندې څخه د استعفی ورکولو له پاره د فشار اچولو په موخه تر سره کیږي.

نواز شریف له هغه وخت راهیسې تر فشار لاندې دی چې د کورنۍ د غړو نومونه یې تر هیواد دباندې د موساک فونسیکا، پاناما اسنادو کې بربنډ شول. ویل کیږي چې د نړۍ سرمایه داران او ځواکمن کسان له مالیاتو څخه د تیښتې په موخه تر هیواد دباندي تش په نامه شرکتونه جوړوي.

د پي ټي آی د پلویانو او پولیسو تر منځ آخ او ډب

د یکشنبې په ورځ پاکستاني پولیسو د پاکستان تحریک انصاف له قهریدلو پلویانو سره تر آخ او ډب وروسته د دغه گوند تر سلو زیات کسان نیولي دي. د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې دغو کسانو چې اسلام آباد ته یې د ننوتلو هیله درلوده، پر پولیسو د کاڼو گوزارونه کړي چې تر هغې وروسته پولیسو هم د هغوې پر وړاندې له اوښکي بهونکي گاز څخه کار اخیستی.

د رپوټونو له مخې د عمران خان د گوند پلویانو د نومبر میاشتې پر دوهمه نېټه پلان شوې ستره احتجاجي غونډه کې د گډون په موخه پلازمېنې ته ننوتل غوښتل چې پولیسو یې مخه ونیوله.

له دې کبله د پولیسو او تحریک انصاف د گوند د پلویانو تر منځ آخ او ډب رامنځ ته شو. قهریدلو سیاسي کارکوونکو پولیس په تیږو وویشتل او په ځواب کې یې پولیسو پر دغو کسانو د کوتکو گوزارونه وکړل او د هغوی پر وړاندې یې له اوښکې بهوونکي گاز څخه کار واخیست.

د پولیسو او پاکستان تحریک انصاف د سیاسي کارکوونکو تر منځ د تیرې جمعې له ورځې راهیسې په وقفه یي ډول آخ او ډب ادامه لري. دا په داسې حال کې ده چې حکومت په اسلام آباد کې د هر ډول احتجاجي لاریونو پر تر سره کولو بندیز لگولی دی.

نور مطالب: