د علويانو په یوه کلي کي ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
۱۳۹۱ آذر ۲۲, چهارشنبهاعلان
د سوريې په شمال کښي د علوي مسلمانانو پر یوه کلي باندي په وسله وال يرغل کښي ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سوريې د بشري حقوقو څارونکي ډلي خبر ورکړی دی، چي د حماه ولایت د عقرب په کلي کښي ۱۲۵ انسانان وژل سوي یا ټپيان سوي دي. د اپوزیسيون محلي ګروپونه حتي د۲۰۰ تنو د وژل کیدو خبره کوي. دوی د جمهور رئيس بشارالاسد پوځ د دغي پيښي مسئولین بولي. د دوی عسکرو د کلي د اوسیدونکو څخه د سپر په توگه استفاده کړې وه. پخپله اسد د علوي مسلمانانو په اقلیت فرقې پوري اړه لري. په دې منځ کښي د امريکا متحده ايالاتو د سوريې اتحاد «ملي اییتلاف» د سوريې د ولس د قانوني نماینده په حیث په رسمیت پیژندلی دی. اروپايي ټولني تر دې دمخه لا هغه په رسمیت پیژندلی وو.