1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د علماوو د شورا اعلامیه د ښځو پر ضد نه ده»

۱۳۹۰ اسفند ۱۶, سه‌شنبه

ولسمشر کرزي د پولند له ولسمشر سره د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د علماوو د شورا اعلامیه د ښځو د حقونو د محدودولو معنی نه لري. هغه د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو کې له پرمختګ څخه خبرې وکړې.

https://p.dw.com/p/14Fbw

د ښځو په اړه د علماوو د شورا په وروستۍ اعلامیه کې راغلي دي چې ښځې باید له پردیو نارینه وو څخه د ټولنې په بیلابیلو لکه زده کړو، بازار، دفترونو او د ژوند په نورو برخو کې له یو ځای ناستې څخه ډډه وکړي او باید له محرم پرته سفر ونه کړي.

د علماوو د شورا وروستۍ اعلامیې د یو شمير ښځو او د بشري حقونو د فعالانو کلک غبرګون راپارولی دﺉ. خو ولسمشر کرزي وویل چې دا اعلامیه د ښځو پر وړاندې ‎د محدودیتونو د رامنځ ته کولو معنی نه لري. د کرزي په خبره ‎په دې اعلامیه کې د اسلامي اصولو یادونه شوې چې ټول مسلمانان ورباندې باور لري.
 
دغه راز په دې خبري غونډه کې ولسمشر کرزي له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په اړه هم څرګندونې وکړې او ويویل چې په دې اړه د سه شنبې په ورځ هم خبرې اترې شوي دي.
 
ولسمشر کرزی په داسې حال کې دا څرګندونې کړي دي چې دوه ورځې مخکې یو شمير رسنیو رپوټ ورکړی وو چې امریکايي چارواکو له افغانستان سره د ستراتیژیک تړون پر سر خبرې اترې ځنډولي دي.

د افغانستان او امریکا تر منځ په ستراتیژیک تړون کې د شپې له خوا عملیات او افغانانو ته د ټولو زندانونو د مسئولیت د سپارل دوه  دوه شخړه ییزې موضوعگانې دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم یو ځل بیا د سه شنبې پر ورځ ټینګار وکړ چې د شپنیو عملیاتو بندیدو او افغان ځواکونو ته د بګرام زندان د ورسپارل کیدو په اړه د دودېزې لويي جرګې پریکړې به په په پام کې نیسي.

ولسمشر کرزي زیاته کړه چې د اختلافونو سره بیره هم د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو په برخه کې ځینې پرمختگونه شوي دي.

د پولند ولسمشر برونیڅلاو کوموروفسکي، له افغانستان سره پر اوږد مهاله اړیکو ټینګار وکړ او ژمنه ئې وکړه چې له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته به له افغانستان سره ټینګې هر اړخېزې اړیکې وساتي. 

محمد اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش