1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عزيز آباد په کلي کي د ملکي کسانو د وژل کيدو نوي څېړني

۱۳۸۷ بهمن ۲, چهارشنبه

د بشري حقونو ټولني په افغانستان کي پر هغه څېړني باندي نيوکه کړې چي د عزيز آباد په کلي کي د ملکي کسانو د وژل کيدو په اړه سوې وه

https://p.dw.com/p/GdSR
په جګړه کې د يو وژل شوي افغان تابوت
په جګړه کې د يو وژل شوي افغان تابوتانځور: AP

په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې زيات شمير ملکی کسان د مرګ کندې ته ورلويدلی. نړيوالو سرتيرو نه يوازې د دې ستونزې د مخنيوي لپاره کوم جدی او ګټور ګامونه نه دي اخيستي، بلکې د خپلو تيروتنو او اشتباهو د منلو لپاره هم چندان مينه نه لری. د شينډنډ ولسوالۍ د عزیزآباد په کلي کې د ملکی کسانو د وژل کيدو په هکله د امريکې د دفاعی چارو وزير رابرت ګيتس ته د بشری حقونو د ټولنې د اسيا د برخې د مدير «براد آدامس» ليک، د دې يوه بيلګه ده.

د هيومن رايټ واچ د آسيا د برخې اجراييه مدير براد آدامس د روان کال د جنورۍ په 14 نيټه د امريکې د متحدو ايالتونو د دفاعی چارو د وزير رابرت ګيتس په نامه يو ليک استولی، او په هغه کې يې په هغو څيړنو نيوکه کړې چې د هرات ولايت د شينډند د ولسوالی د عزيز آباد په کلی کې د امريکايي او افغانی هوايي بريدونو له امله د زيات شمير ملکی کسانو د وژل کيدو په اړه شويدی او د ملکی کسانو د وژل کيدو د مخنيوي په هکله يي خپل ځانګړي وړانديزونه کړيدی.

قندهار ته نږدې د امريکايي عسکرو مورچل
قندهار ته نږدې د امريکايي عسکرو مورچلانځور: AP

قضيه داسې ده چې د 2008 کال د اګست د مياشتې په 21 ماښام د عزيز آباد په کلي د امريکايي او افغان هوايي بريدونو په پيښه کې خبره د غير پوځی ملکی کسانو په تيره د ماشومانو د وژل کيدو رامنځته شوه او د افغانستان حکومت او خپله د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، په رسمی ډول ددغه ناورين د روښانه کولو غوښتنه وکړه.

امريکايي پوځی چارواکو له عملياتو نه سمدلاسه وروسته د رسنيو په رپوټونو کې د ملکی افرادو د وژل کيدو څخه انکار کاوه. د اګست د مياشتې په 22 نيټه په هغه مطبوعاتی اعلاميه کې چې د بګرام په هوايي هډه کې خپره شوه، د پنځو نه تر اوو ملکی کسانو د وژل کيدو او د 30 نه تر 35 طالبانو د له منځه تلو او د دوو نورو ملکی کسانو د ټپي کيدو پخلی شوی وو.

د دريو جلا څيړنو له مخې چې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو دفتر، د افغانستان ولايتی او مرکزی حکومت او د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کميسيون تر سره کړل، د ملکی کسانو د له منځه تللو شمير د 78 نه تر 92 تنه ياد شوی وو چې له هغه ډلې څخه يي ډير ماشومان وو.

امريکايي پوځی چارواکوو څو اوونی پرله پسې د دری واړو جلا څيړنو پايلې په کلکه ردولې.

په پای کې د 2008 زيږديز کال د اکتوبر په لومړی نيټه د بريد جنرال مايکل ډبليو کالين رپوټ خپور شو چې د هيومن رايټ واچ ليک هم د همدغو وروستيو څيؤنو په ځواب کې دی چې د رابرت ګيتس په نامه ليکل شويدی. په دغه څيړنه کې د ملکی وژل شويو کسانو تر هغه څه چې د امريکاييانو په مخکينيو پوځی رپوټونو کې راغلی وو، لوړ دی او تر 33 ملکی وژل شوی کسان يادوی.

د هيومن رايټ واچ د آسيا د برخې مدير براد آدامس د کالين د همدغه رپوټ په اړه، د رپوټ د جوړولو د کارونې څخه د نه رضايت د څرګندولو په ترڅ کې، د امريکا ددفاعی چارو وزير ته داسې ليکی.

« دغه رپوټ په ډيره ساده توګه د رپوټ جوړولو هغه کارونې چې ملګرو ملتونو، د افغانستان حکومت او د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کميسيون په ګرويږنو او څيړنو پکار وړل شوی، له نظره غورځولی دی، هغه معلومات چې د کلی د خلکو لخوا ورکړل شوی، رد کړی او په خپل سريي هغه لاملونه چې ددغو خبرو تر شا دی، تر پوښتنې لاندې نيولی او په اغيزمنه توګه يي د ملکی کسانو د مخه نيوونکې وژنې پړه د طالبانو په غاړه اچولې او امريکايي ځواکونه له هرډول غلط کار اوتيروتنې څخه پاک بولی.»

امريکايي ځواکونو د عزيزآباد په کلی باندې بريد د ملا صديق په نامه د يوه تن وژنه بولي چې د دوی له نظره ډير د اهميت وړ وو. کلي ته په نژدې کيدو سره په امريکايي ځواکونو ډزې کيږی. د ډزو راکړه ورکړه له 20 نه تر 30 دقيقو دوام کوی. وروسته امريکايي ځواکونه له هويي ځواکونو څخه مرسته غواړی. د ac 130 H ډوله توپداره هيلی کوپتر او MQ-9 Reapper UAV رارسيږی، او يوه بې پيلوټه الوتکه 500 پونډه بمونه غورځوی او همدا ډول نور راکټونه او بمونه هم غورځول کيږی چې دغه بريدونه څو ساعته دوام کوی.