1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عربي پسرلي څخه د مصر تر مني پورې

آژانسونه/ محمد قاسم نوري۱۳۹۴ مهر ۲۵, شنبه

«ولس د سیسټم بدلیدل غواړي.» دغه غوښتنه په ۲۰۱۱ م کال کي د مصر په کوڅو او سړکونو کي ۱۸ ورځي دوام وکړه. په لمړي سر کي د هغوی تعداد څو سوو کسانو ته رسیده ، خو وروسته ملیونو ته ورسیده.

https://p.dw.com/p/1Gpki
انځور: Reuters/A. Waguih

د قاهرې په تحریر میدان او بیا هرځای په ټوله هیواد کي. مصریانو نور فرعونان نه غوښتل. جمهوررئيس حسني مبارک څه ناڅه ۳۰ کاله حکومت کړی وو. د هغه نظام اختلاس گر او د اداري فساده ډک و. اکثریت خلکو په غربت کي ژوند کاوه.

اوس نو خلگو د عدالت، ازادۍ او دیموکراسۍ غوښتنه کوله. په تحریر میدان کي یوه مظاهره کونکي ویلی و:«موږ داسي یو سیاسي نظام غواړو، لکه په جرمني یا سویډن کي. هلته داسي یو روغتیايی سیسټم وجود لري، چي کوچنیان یې صحتمند دي. دلته زه باید خپله وروستی پیسه هم مصرف کړم، تر څو فقط زما کوچنیان مکتب ته واستولای سم. موږ غواړو چی مصر بلاخره یو عادي ملک وگرزي، لکه د نړۍ نور هيوادونه هم.»

د مبارک رژیم هڅه وکړ، چي د امنیتي قواوو په زور او زورزیاتي سره د مخالفینو قوت مات کړي. د تحریر میدان د جنگ په میدان تبدلیږي او لږترلږه ۸۵۰ مظاهره کونکي وژل کیږي. خو ولسي اعتراضونه دوام پیدا کوي او په پای کی پخپله مبارک له منځه ځي.د فبروري پر ۱۱ د مصر د جمهوررييس مرستیال عمر سلیمان د حسني مبارک استعفأ اعلانوي.

خلک په ډیرو خوښیو سره په لاس راغلې ازادي لمانځي.

یوه ښځه وايي،«زه ډیره خوشبخته یمه، چی مبارک بلاخره استعفأ ورکړه. زه اوس ځان ازاده احساسومه.»د انقلاب د لمانځنو په دغو مراسمو کي په سړکونو کي په سمبولیک ډول سره دار او رسۍ هم انتقالیږي. مبارک شرم الشیخ ته تښتي، خو د همدې کال په اپریل کي نیول کیږي. یو سړی وايي، « مبارک یو مستبد شخص و. هغه باید دغه ډول سزأ لیدلې وای. هغه ۸۵ ملیونه مصریان تر ظلم او فشار لاندي راوستلي وو. د هغه له کبله موږ بې وزلي یو. ډیري ځوانان کارونه نه لري. زه د خدای څخه منندویه یم ، چي هغه اوس بندي دی.»‌

د مصر په تحریر میدان کې د عربي پسرلي مظاهرې
د مصر په تحریر میدان کې د عربي پسرلي مظاهرېانځور: picture-alliance/AP Photo/Khalil Hamra

د مبارک تررا پرزیدلو وروسته، پوځ قدرت په لاس کي اخلي. په لمړی سر کي ولس د عسکرو څخه په خوشالی سره هرکلی کوي. د پوځ سراعلی قومندان مؤقتي حکومت اعلانوي او د دیموکراتیک نظام د پلي کولو پلان اعلان کوي. خو ډیر ژر نظامي محکمې جوړیږي، او د ولسي مقاومت د وخت ۱۲۰۰۰ کسان د عاجلو پروسو د لاري محاکمه کوي. جنرالان د خپل قدرت څخه سؤاستفاده کوي، نومیالي انقلابیون په جاسوسۍ باندي تورنوي، کوم چي د دوی په نظر مصر بې ثباته کوي .

بیرته زورزیاتی او تشدد رامنځته کیږي، پر سړکونو باندي نښتي رامنځته او ډیری خلک وژل کیږي. خو د همدغه کال په نوامبر کي پارلماني انتخابات خلکو ته هیله مندي ورکوي او ارامي رامنځته کیږي.

دا تر ۶۰ کالو وروسته لمړني ازاد انتخابات دي. یوه ښځه وايي، «ټاکنی ډیري ښې دي، هر څوک کولای سي د خپلي خوښي یو کس ته رایه ورکړي، بی له دې چه لکه د مبارک په وخت کي د هغه په نتایجو کي تقلب وسي.»

پارلماني انتخابات اسلام پاله گوندونه وړي. د هغوی په منځ کي په ۴۵ فیصده سره اخوان المسلمين د پارلمان قوي فراکسیون گرځي. خو د مصر ستره محکمه د انتخاباتو پر نتایجو باندي شک ښيي او په دې ډول د قضأ او اخوان المسلمين تر منځ د قدرت مبارزه شروع کیږي.

د ۲۰۱۲ م کال په جون کي ستره محکمه د پارلماني ټاکنو نتایح بې اعتباره اعلانوي او پارلمان منحلوي. خو محمد مرسي غواړي بیا هم د مصر جمهوررييس پاته سي. هغه د مبارک د یوه وفادراه کس په مقابل کي بریالیتوب تر لاسه کوي او د همدغه کال د جون په اخره کي اعلان کوي: «د نن ورځي څخه مصر یو ملکي، ملي او پر قانون ولاړ یو عصري دولت دی.»

خو ډیر ژر مرسي هم دیکتاتورانه اعمالو ته لاس اچوي، ډیر صلاحیتونه اخلي، کوښښ کوي قاضیان وبیروي او د مطبوعاتو ازادي محدودوي. اسلام په سیاسي پرگرام کي شاملیږي. په دې ډول یې مخالفین د یوه شرعي نظام د رامنځته کیدو څخه په بیره کي لویږي. بیا ولسي احتجاجونه رامنځته کیږي، نښتي او قتلونه. د ۲۰۱۳ م کال د جون پر ۲۴ بلاخره د مصر دفاع وزیر عبدالفتاح السیسي مداخله کوي اووايي:«موږ به د دې په مقابل کي بې تفاوتي ښکاره نه کړو، چي مصر د داخلي تضادونو له کبله یوه تیاره تونل ته ورټیله سي، په کوم کي چي به دعقیدوي اختلافاتو، داخلي جگړې او دولتي ارگانونو د له منځه تلو سبب وگرزي.»

د همدغه کال د جولای پر دریمه السیسي د مصر انتخاب سوی جمهوررييس محمد مورسي برطرفه اعلانوي او نظربنده کوي یې. په نتیجه کي د مصر ولس سره ویشل کیږي: یوه خوا هغه لمانځي او د دوهم انقلاب خبري کوي . بله خوا د یوې نظامي کودتأ خبري کوي. اخوان المسلمين د مقاومت اعلان کوي او بیا په سلهاوو انسانان وژل کيږي. پوځ اخوان المسلمين د وینو توییدو مسؤل اعلانوي، د هغوی مشران بندي کوي او په زرهاوو پلویان یې محاکمه کوي.

السیسي په جابرانه ډول سره مصر کنټرولوي او په خبره یې غواړي بیرته ثبات رامنځته کړي. هغه د ۲۰۱۴ م کال په می کي ځان انتخابوي او لکه د مبارک د وختونو په ډول ۹۶،۹ فيصده رايي په لاس راوړي.