1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عربي نړۍ په پاڅونونو کي د ښځو رول

۱۳۸۹ اسفند ۱۸, چهارشنبه

په داسي حال کي چي په عربي نړۍ کي ولسي غورځنګونه رژيمونه نسکوروي، د دغو هيوادونو سياسي راتلونکې لا هم روښانه نه ده. د يوې محرکي قوې په حيث د ښځو رول په دغو انقلابو کي هم ښکاره کيږي.

https://p.dw.com/p/R7hF
په تونس کښي د ښځو لاريون
په تونس کښي د ښځو لاريونانځور: Khedhir / DW

د بشر د حقونو د سازمان يو څيړونکي نديم حوري وايي :« د دي سيمي په پاڅونونو او انقلابونو کي ښځو اساسي رول لوبولی او لوبوي يي. او هغه څه چي کليدي شکل لري هغه دادي چي دوی عملآ سړکونو ته را وتلي.

د تونس څخه تر قاهرې او د منامه څخه تر صنعا پوري د ښځو ږغونه اوريدل کيږي. که دغو ښځو ټي شرټ او کاوبای اغوستی وي يا چادري او حجاب، دوی په دغو غورځنګونو کي ټاکونکی رول لوبولی دی.

ښځو د هغه پاڅون څخه په الهام اخستلو چي په تونس کي د زين العابدين د رژيم د نسکوريدو سبب سو، د قاهرې په تحرير ميدان کي سره راټول او د څو اونيو په جريان کي د حسني مبارک د رژيم د قدرت څخه د لري کيدو غوښتونکي سول.

نوموړی مجبوره سو چي، د فبرورۍ د مياشتي پر 11 نيټه تر 30 کلن حکومت وروسته له قدرت څخه لاس واخلې.

په بحرين کي په زرګونو احتجاج کونکو ښځو چي اکثره يي شعيه ګان وو چي تور رنګه حجابونه او څادرونه يې پر سر ول ، په هيواد کي د شيخ سلمان ابن حمد ال خليفه د حکومت د نسکوريدو غوښتونکي سول، او د ښځو په وړاندي د تبعيض څخه يې سر ټکاوه.

د يمن او ليبيا په محافظه کارو هيوادونو کي ښځو د خپلو دوديزو قوانينو په ماتولو سره د علې عبدالله صالح او معمر القذافې په وړاندي په احتجاجونو لاس پوري کړی، او په ښکاره ډول يي پا لاريونونو شروع او د ويډيوي کمرو په وړاندي خبري وکړي.

«دا احتجاجونه د ښځينه وو تر نامه لاندي د فيس بوک او تويتر له لاري بهرته ليږدول کيږي»
«دا احتجاجونه د ښځينه وو تر نامه لاندي د فيس بوک او تويتر له لاري بهرته ليږدول کيږي»انځور: Khedhir / DW

ويل کيږي چي د ښځو د احتجاجونو اوازونه د داسي يو هيواد نه، يعني سعودي عربستان څخه اوريدل کيږي، چي تر اوسه پکښي کوم لوي احتجاج نه دی سوي.

دا احتجاجونه د ښځينه وو تر نامه لاندي د فيس بوک او تويتر له لاري بهرته ليږدول کيږي. د سعودي د ښځو انقلاب داسي پيغام ورکوي.« زه د سعودي د ښځو څخه دا غوښتنه کوم چي اوس عملاً اقدام وکړي. زموږ وروڼه دا فکر کوي چي موږ بېرېږو. نو تر هغه وخته پوري چي نه وي ناوخته سوي بايد لاس په کار سو.»

په داسي حال کي چي د سيمي راتلونکي تر اوسه روښانه نه ده. څيړونکي وايي چي د دې پاڅونونو څخه دا جوتيږي، چي خلک د موجوده سياسي نظام او هم د هغه ټولنيز جوړښت سره موافقه نه لري.

يوه مېرمن وايي چي، پس له دې نو سړی نه سي کولای د ښځو د جلا جلا پاڅونونو څخه خبري وکړي. د مثال په ډول په مصر او ليبيا کي د پاڅونونو اهميت يوازي په دې کي نه دی چي د حکومت د رهبرۍ څخه مخنيوی وکړي او يا ديکتاتوري له منځه يوسي ،«بلکي نژادي تبعيض هم بايد له دې ځايه لري کړي.»

آژانسونه/ رسول رحيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل