د عربستان پاچا امريکا ته نه ځي
۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۱, دوشنبه
د آلمان خبري آژانس د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی دئ، چي د عربستان پاچا ملک سلمان به د امریکا او فارس خليج هيوادونو د همکارۍ شورا په امنيتي غونډه کي گډون ونه کړي. د دې دليل د يمن کړکېچ او احتمالي اوربند ښوول سوی دئ.
د عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير د يکشنبې په ورځ اعلان کړی دئ، چي په يمن کي د پنځه ورځني اوربند او د ملک سلمان د خيره مرکز پرانيستل ددې سبب سوي دي چي پاچا دي د ديويد کمپ په امنيتي غونډه کي گډون ونه کړي.
په پام کي ده چي په يمن کي به اوربند له سه شنبې ورځي پيل سي. د دغه اوربند موخه په يمن کي ملکيانو ته مرسته رسول دي.
په دغه امنيتي غونډه کي چي په پلان کي ده په ديويد کمپ کي به د پنجشنبې په ورځ جوړه سي د ملک سلمان پرځای به د عربستان د ديپلوماتيک هيئت مشرتوب وليعهد محمد بن نايف وکړي.
د پلان له مخي به د فارس جليج هيوادونو د همکاريو شورا مشران د چهارشنبې په ورځ واشنگټن ته ورسږي او جمهور رئيس اوباما به ئې هرهکلی وکړي.
په پام کي وه چي ملک سلمان به د دغي غونډي په څنډه کي له اوباما سره ليده کاته ولري او پر دوو اړخيزو موضوعاتو باندي به سره وږغيږي. امريکا په دې وروستيو اونيو کي په يمن کي د هوايي يرغلونو د بندېدو غوښتنه کړې وه.
د ديويد کمپ غونډي مهمه موضوع به د امريکا او فارس خليج هيوادونو د همکارۍ شورا تر منځ د همکاريو ټينگول وي.