1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق څخه د بريتانوي ځواکونو د وتلو نېټه ټاکلې ښکاري

۱۳۸۷ آذر ۲۱, پنجشنبه

په عراق کي د 46000 بريتانوي عسکرو څخه اوس يوازي 4100 تنه پاته دي چي هغه هم ښايي په 2009 کال کي ووزي

https://p.dw.com/p/GDpw
په عراق کي بريتانوي ځواکونه
په عراق کي بريتانوي ځواکونهانځور: picture alliance/dpa

پطر فليپ وايي، دا حقيقت په باورکېدونکې توگه سره نه دئ په ډاگه شوی، چې اصلا څو هېوادونو، د امريکې د متحده ايالتونو د مشر جارج بوش لخوا راغوښتل شوي د (ليوالو ټلوالې) په نامه نظامي عملياتو کې برخه اخيستې ده. يعنې په 2003 ميلادي کال په پسرلي کې پرعراق باندې د امريکې د متحده ايالتونو له حملې څخه ملاتړ کوي. پخپله په واشنگټن کې شمېره کوټلې او ټاکلې نه وه او دا يو څرگند راز دئ، چې ټولو مل بلل شوو 43 هېوادونو اصلا برخه نه پکې درلوده. خو اصلي ملگری پرته له شک څخه انگلستان وو، د کوم چې هغه وختيني لومړي وزير تونې بلير سمدلاسه 46000 تنه سرتيري د صدام حسين سره جنگ ته واستول. له هغوی نه اوس يواځې 4100 تنه پاتې دي او دا هم ښايي چې په 2009 ميلادي کال کې عراق پريږدي. هسې يو څو سوه کسان به د عراقي عسکرو د روزنې په خاطر پاتې کيږي او بس.

له دې نه وروسته به يوازي امريکايي عسکر پاتې وي او تر 2011 ميلادي کاله پورې به په عراق کې حاضر وي. کله چې څو مده وړاندې واشنگټن له بغداد سره د خپلو عسکرو د تعبيه کونې په هکله په صلاح مشورو لگيا وو، ورسره د ټلوالې ملگري موجود نه وو، حتی د امريکې امنيتي شرکتونه هم نه - لکه د مثال په توگه بلک واټر. له اتحادي ملگرو څخه يواځې انگريزان پاتې دي. نور ټول له عراق څخه وتلي. مثلا گرجستانيانو په آگست او پولنډيانو په نوومبر کې، نور لکه څرنگه چې موجوديت يې ناڅرگند وو، په هم هغه ډول پټ ولاړل: تونگا خپله وړه قطعه وايستله، آذربايجان او مقدونيې هم خپل سرتيري وروغوښتل.

خو يواځې په لندن کې تر اوسه پورې د دې نامحبوبې دندې پای ته رسونه ځنډول کيږي. د عراق لومړي وزير نوري المالکي د انگلستان له صدراعظم گوردون براون سره په خپله مخکينۍ کتنه کې، د انگليسي سرتېرو له همکارۍ څخه په مننه سره دې ته غاړه کېښوه چې نور د دوی مرستې ته اړه نه لري. انگريزان د عراق د جنوبي برخو په تېره بيا بندري ايالت بصرې مسئول وو. په اول سر کې داسې ورته ښکارېده چې نظر و شمال کې امريکايانو ته دوی زياتر بريالي دي، صلح او امنيت يې راوستلی. مگر زر هسې خوب او خيال ثابت شو. په بصره کې بنسټ پالو شيعه ځواکونو لاس بری وموند، په نتيجه کې انگريزانو ښار له لاسه ورکړ او د هوايي ډگر له څنگه خپلو بارکونو ته واپس شول، چېرته چې تر اوسه پورې پراته دي.

په بصره کې نسبي آرامي وروسته د عراقي امنيتي ځواکونو له گمارنې څخه راغله. نو ځکه د انگريزي عسکرو موجوديت اضافي کار دئ. انگلسان په دې هم ونه توانېدل چې د امريکايانو غوندې له عراقيانو سره يوه د پاتې کېدنې معاهده لاسليک کړی شي، تر څو، د کال په پای کې د ملگرو ملتونو د دندې په پای ته رسېدنې سره، خپل پايښت ته قانوني بڼه ورکړی شي. دا هم کېدلی شي چې دا ډول تړون د کال په وروستيو ورځو کې منځ ته راتلی شي. خو دا نظر اوس عام شوی، چې د انگريزي عسکرو موجوديت په عراق کې محدود شوی.