1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق پوځ له داعش څخه د فلوجه ښار نیول غواړي

آژانسونه/ س. ر۱۳۹۵ خرداد ۳, دوشنبه

د عراق پوځ په تعرضي عملیاتو پیل کړی دی، څو له افراطي ډلي داعش څخه د فلوجه ښار بیرته ونیسي. د عراق له پوځ سره د امریکا متحدو ایالاتو هوایي ځواک هم ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/1Iskh
انځور: Getty Images/AFP/A. al-Rubaye

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي، د ټویټر په خپل پیغام کې ویلي دي چې د فلوجه ښار د آزادۍ له پاره عمليات پېل شوي دي. د حکومت مشر ویلي دي چې د داعش جنگیالیو ته یوازې د تیښتې لار پاتې ده.

تر دې د مخه د عراق پوځ د دغه ښار اوسیدونکي ته سپارښتنه کړې وه چې د پوځي عملیاتو د پیلیدو تر مخه د خوندي لارو له ښاره څخه ووځي. پوځ ویلي ول چې هغه کورنۍ چې دغه کار نه شي کولای باید سپین بیرغونه پورته کړي.

د داعش له خوا د ښار تر نیولو وروسته د اوسیدونکو کمښت

د پلازمېنې بغداد سویل ته په ۵۰ کیلومترۍ کې پروت فلوجه ښار کې د ځایي ادارو د اټکلونو له مخې اوس هم ۷۵۰۰۰ تنه اوسیږي. مخکې له دې چې دغه ښار په ۲۰۱۴م کال کې د داعش منگولو ته ولویږي پکښې شا او خوا ۳۰۰ زره خلک اوسیدل.

د لومړي وزیر حیدر العبادي د معلوماتو له مخې په دغو تعرضي عملیاتو کې پوځ، پولیس، ځانگړي قطعات، ځایي قبایل او د ولسي دفاعي ائتلافونو ملېشې چې زیاتره یې شیعه مذهبه مسلمانان دي برخه لري. زیاته شوې ده چې امریکايي هوايي ځواک ددغو عملیاتو ملاتړ کوي.

د عراقي رسنیو د رپوټونو له مخې د عراق جنگي جېت الوتکو د فلوجه پر سیمه بمبار کړی دی، چې په پایله کې یې ډېر د داعش جنگیالي وژل شوي دي. همداشان ویل شوي دي چې د بمونو جوړولو یو ورکشاپ هم بمباري شوی دی.

موصل لا هم د داعش په لاس کې دی

د اوسني پوځي عملیاتو تر مخه عراقي ځواکونو له تندلارو څخه په لویدیځ کې پروت د رطبه ښار نیولی وو. د داعش تندلارې ډله لا هم د عراق یو شمیر سیمي تر خپل کنترول لاندي لري چې پکښې د عراق په شمال کې د موصل ښار هم شامل دی.