د عراق ماشومان
۱۳۸۶ اردیبهشت ۲۱, جمعهتر ټولو مخکې بياپه منځني اوجنوبي عراق کې د خلکولپاره ژوندکول ورځ په ورځ لا سختېږي او د ورځني ژوند د ربړونواوکړاونوله کبله نه يوازې بالغ انسانان، بلکه ماشومان هم ځورېږي. د بغداد اسېدونکې، یوولس کلنه حنان وايي:» زماموراوپلارماپه بېړه ښوونځي ته رسوي اووروسته مې بېرته کورته راولي. هغوی په سړکونوکې د ډېرويرغلونوله کبله ډېر وېرېږي، چې ماته څه راپېښ نشي. د نوروماشومانو مېندې اوپلرونه هم عين حال لري. «
پرښوونځيوباندې مستقيم يرغلونه
د ملگروملتونوله ماشومانوسره د مرسته کونکې ټولنې يونيسف د اټکلونوله مخې، د بې امنيتۍ له کبله، د بغداد په ځينوښارگوټوکې صرف ٪٣٠ ماشومان ښوونځي ته ځي. د ماشومانو د مېندو اوپلرونو اندېښنه او وېره په ځای ده، ځکه چې نه يوازې ښوونځي ته د تگ لاره خطرناکه ده، بلکه بيااوبيا پرښوونځيوباندې مستقيماًهم يرغلونه کېږي. تازه د ١٣٨٥ هجري لمريزکال د سلواغې د مياشتې په پېل کې، په بغدادکې پريوه ښوونځي باندې د توغنديو د يوه یرغل له کبله، پنځه تنه ماشومان ووژل شول. پرښوونځيوباندې د مستقيمو يرغلونوله کبله، يوازې د تېرودوه نيموکلونوپه ترڅ کې ١١٠ تنه ماشومان وژل شويدي.