د عراق د جگړې ناوړه عواقب
۱۳۹۲ فروردین ۲۰, سهشنبهد امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کیري عراق ته د خپل وروستي سفر پرمهال ویلي ول „چي ډیری عراقیان اوس کولای شي په آزاده توګه خپل نظر څرګند کړي او پرته له کومه خنډه سیاست ته مخه کړي“. خو هغه دا هم وویل چې لا نور هم بايد ډیر کارونه تر سره شي.
خو د صدام حسین او د هغه د رژیم تر ړنګیدو لس کاله وروسته هم، نه روان حالات او نه هم د عراق او امریکې اړیکې هسي شولې، لکه د عراق د جګړي طراحانو چي یې فکر کاوه.
د ادارو کمزورتیا، د زورچلند، د بشري حقونو څخه سرغړونه او د القاعدې لا غښلتوب ټول هغه څه دي چي د جګړې څخه پاتي دي. له ليري او نژدې څخه انتقادونه هم شته چې د دې ټولو نیمګړتیاو پړه د امریکا د پخواني او اوسني حکومت پر غاړه ده.
د بشري حقونو د څار سازمان کارپوه ایرین ایویرس دې ته په اشاري سره چې په بشري حقونو کې امریکایان یوه بده بېلګه ده وویل چي په عراق کي د ابوغريب زندان ئې يوه بولگه ده:«تر ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلنو مخکي په نړۍ کي تر يوې اندازې پوري بشري حقونه مراعتېدل.»
هغه زياته کړه چي حتی اوس د اوباما د واکمنۍ پر مهال په دې برخه کې کومه ښېګڼه نه ده شوي: «اوباما په ۲۰۰۹ کال کې پریکړه وکړه چې د ابوغریب زندان لوړ پوړي چارواکې به محکمې ته نه را کشوي چي البته دا یوه لویه تیر وتنه وه.»
تر اوسه پوري په عراق کي د دیپلوماتانو، مشاورينو، امنيتي مامورينو او شخصي کمپنیو د کارکوونکو په ګډون۱۰۵۰۰امریکایان میشته دي. په پام کې ده چې د روان کال تر پايه پوري له دې جملې څخه یوازي۵۱۰۰ تنه په دغه هيواد کي پاته شي چي په هغه کي يو پر پنځمه برخه يې ديپلوماتان دي.
ایرین ایویرس د صدام حسین په وخت د عراق د وضع په اړه وایې:
"د عراق خلک وایې چي د صدام د حکومت پر مهال وضع ښه نه وه خو هغه وخت یوازي یو دښمن وو او که چا ځان له سیاست څخه ليري ساته نو کولای يې شول چې په نورماله توګه ژوند وکړي.»
د امریکا د خارجي سیاست په اړه بېلابېل نظرونه.
د پیو په نامه د عامه ذهنیت د څیړنو موسسې د پایلو له مخي: په داسي حال کې د امریکا ۴۱ فیصده خلک د عراق جګړه سمه ګڼي چي ۴۴ فیصدو له نظره یوه تیروتنه ده. ۴۶سلنه امریکاییان په دي باور دي چې حکومت خپلو موخو ته رسیدلی او ۴۳ فیصده بیا حکومت په خپلو اهدافو کې ناکامه بولي.
د براون پوهنتون د اټکل شوو شمیرو له مخي تر اوسه د عراق په جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو نظامي لګښت ۲۲۰۰ میلیارد ډالرو ته رسیدلی دی.