1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق خيالي پوځ

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ آذر ۱۱, سه‌شنبه

د عراق په پوځ کې تر هغه وروسته د ادارې فساد په اړه بحثونه رامنځ ته شوي دي چې د دغه هیواد چارواکو په لسونو زره داسي عسکرو ته معاشونه حواله کړي ول، چې اصلاً يې وجود نه لاره.

https://p.dw.com/p/1Dy9E
انځور: REUTERS

د عراق پوځ په ۲۰۱۴م کال کې چنداني ښې برياوي نه لرلې. له اسلامي دولت ډلې سره د موصل ښار پر سر جگړه کې ۶۰۰۰۰ عراقي عسکر د دغي ترهگري ډلي نزدې۱۲۰۰ جنگیالیو ته تسلیم شول.

دا نه یوازي د عراقي عسکرو له پاره یوه پوځي ماتې وه، بلکي دا د هغوی حیثیت ته هم لویه ضربه وه. عراقي پوځ له داسې یوه دښمنه ماتې خوړلې وه چې د شمیرې له پوه د هغوی په پرتله ډیر کم وو.

د عراق نوی لومړی وزیر حیدر البعادي، غواړي چې له اداري فساد سره مبارزه وکړي. دا لږ تر لږه هغه په لومړي سر کې پرې ټینگار کاوه. خو څو ورځې مخکې العبادي، د عراق په پارلمان کې داسي څرگندوني وکړي چې ښايي د موصل ښار له پاره د هغه جگړې ته یوه بله څیره ورکړي.

د هغه تر څرگندونو وروسته دا پوښتنه مطرح شوه، چې ایا په رښتیا سره هم په موصل ښار کې د عراقي سرتیرو شمیر د اسلامي دولت د جنگیالیو په پرتله ډیر وو؟ او که په موصل ښار کې تر هغه چې یې فکر کیدی د عراقي عسکرو شمیر ډیر کم وو؟

د العبادي له خوا وړاندي شویو شمیرو په دې اړه شک ډیر کړ. دغه شمیرې ښيي چې د عراق د دفاع وزارت ۵۰۰۰۰ داسې عسکر لري چې یوازي په رسمي لیکونو کې شتون لري. د عراق په پوځ کې په رسمي توگه ۱۷۰۰۰۰ عسکر شتون لري نو دا په دې معنی ده چې د هغوی څه نا څه دریمه برخه داسې کسان دي چې یا خو لا پخوا وژل شوي او یا هم هیڅ بهرنۍ وجود نه لري او یوازې د پیسو اخیستلو په موخه یې نومونه د چارواکو له خوا په اسنادو کې لیکل شوي دي.

په لویه کچه درغلۍ

له دې لاري د ترلاسه شویو پیسو اندازه ډیره زیاته ده. د یوه عراقي عسکر حد اعقل معاش ۶۰۰ ډالر دی. که سړی د معاشونو د لوړیدو فکتور هم په پام کې ونیسي نو د خيالي عسکرو له کبله له دولت څخه د اخیستل شویو پیسو اندازه لږ تر لږه ۳۸۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

عراقي سیاستوال او د دې هیواد د دفاعي کمیټې غړي حمید المطلق، واشنگټن پوست ورځپاڼي ته ویلي دي چې په اصل کې له دې لاري د ترلاسه شویو پیسو اندازه ښايي تر۳۸۰ میلیونو ډالرو درې واري لوړه وي. هغه ویلي دي چې نورو غیر واقعي عسکرو د نوملړونو د رابرسیره کیدو امکان هم شته. هغه ویلي دي چې له دغه وضعیت څخه ښايي تر ټولو ډیر گټه هغو پوځي چارواکو اخیسته چې دغه خيالي نومونه یې په خپلو اسنادو کې ثبت کړي دي.

د دغو پیسو ډیره برخه د امریکايي مالیه ورکوونکو له خوا تمویل شوي دي. د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۱ کلونو په منځ کې امریکا متحدو ایالاتو د عراقي پوځ پر روزنه او تجهیز باندي تر ۲۰ میلیاردو ډیري پیسې مصرف کړي دي. واشنگټن غوښتل چې په راتلونکي کال کې د عراق له پوځ سره د ۱.۲ میلیارده ډالرو په ارزښت نوري مرستي هم وکړي.

پر المالکي باندي د فساد تورونه لگول شوي دي

عراقي سیاستوال عثمان الخالدي، له المونیتور انترنتي مجلې سره په مرکه کې ویلي دي چې «غير واقعي عسکر د اسلامي دولت پر ضد جگړه کې د عراقي پوځ د ماتي سبب شوي دي».

کله چې د عراق پخوانی لومړی وزیر نوري المالکي، پر واک وو، پر هغه باندې څو واري د اداري فساد تورونه لگول شوي ول. هغه وخت نه یوازي په پوځ کې د پراخ اداري فساد خبري کیدلې، بلکي په نورو اداراتو کې هم د فساد د شتون په اړه نیوکې موجودې وي. پر دې سربیره د المالکي پر حکومت باندي دا تور هم وو، چې داسي سیاستونه تعقیبوي چې د شیعه عراقیانو په گټه دي او دا چې د دغو سیاستونو له کبله سني عراقیان د اسلامي دولت ډلي جوړولو ته اړ کیږي.

د المالکي سیاستونه د دې لامل شول چې سني عراقي پوځیان له جگړه کولو سره کومه لیوالتیا و نه لري. په هر حال هغه څه چې له وروستیو بربڼډونو څخه څرگندیږي، دا دي چې عراقي ځواکونه تر هر څه دمخه جنگي مورال او انگیزې ته اړتیا لري. په پوځ کې له اداري فساد سره مبارزه او سرتیرو ته جنگي مورال ورکول ښايي د نوي عراقي لومړي وزیر حیدر العبادي، په لومړیتوبونو کې وي.

د عراق لومړی وزير حيدر العبادي
د عراق لومړی وزير حيدر العباديانځور: AFP/Getty Images