1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراقي ځواکونو پياوړتيا امريکايان اندېښمن کړي دي

۱۳۸۷ تیر ۲۵, سه‌شنبه

د کارپوهانو په نطر داد امريکا لپاره يوه لويه ستونزه ده، هغوی کم خطر پر ځان باندي قبول کړي کله چي د عراق څخه د څواکونو د ايستلو بهير پيلوي؟

https://p.dw.com/p/Ecpe
عراقي څواکونه مخ کي تر دې چي په يوه عسکري ټولۍ کي يو د خپل هيواد بيرغ پورته کړي مچوي
عراقي څواکونه مخ کي تر دې چي په يوه عسکري ټولۍ کي يو د خپل هيواد بيرغ پورته کړي مچويانځور: AP

ښايي چي په عراق کي د کلک مقاومت څپې کراري سي. د امريکا په متحده ايالتونو کي دغه حالت ته په حيرانتيا سره کتل کيږي. د بروکينګز په تحقيقاتي انستيتوت کي د عراق کارپوه مايکل او-هانلون O´Hanlon په دې ورستيو ورځو کي په عراق کي و او وايي چي هلته پرمختګونه په حيرانونکې توګه روان دي.

نوموړی چي څو ورځي په عراق کي و وايي: «د هغه وخت راهيسي چي موږ په عراق کي خپل ځواکونه ډيرکړي دي، د عامو خلګو په وړاندي زورزياتی په سلو کي 80 لږ سوی .»

اوس وخت د عراق څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو تودې مناقشې لږ سوي دي. او د عراق څخه د ډاره ډک تصويرونه هم لږ سوي دي. خوپه عوض کي يي د افغانستان څخه ټکان ورکونکي خبرونه ډير سوي دي.

په دې وروستيو کي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو ډيرو تلفاتو دا وښوول چي د طالبانو د بريدونو توان مخ پر ډيريدو دی.

بوش په منځني ختيځ کي د امريکايي عسکرو د ليدو پر مهال
بوش په منځني ختيځ کي د امريکايي عسکرو د ليدو پر مهالانځور: AP

د امريکا د متحده ایالاتو جمهور رييس بوش وايي چي « موږ بايد هلته خپلي هڅي ډيري کړو» خو دهغه هيواد ددفاع وزير رابرت ګيټسس وايي چي « موږ په افغانستان کي زياتو عسکرو ته ضرورت لرو». په افغانستان کي د پوځيان ډيريدل یوازي هغه وخت ممکن دي چي يو تعدار امريکايي عسکر د عراق څخه و ايستل سي.

ددفاع وزير ګيټس وايي:«موږ د يوه روان بهير سره سروکار دی. کله چي عراقي امنيتي ځواکونه ښه او غښتلي سي هغه وخت کولای سو چي په راتلونکي کي خپل ځواکونه په عراق کي لږ کو.»

په عراق کي د ځواکونو د لږ ولو شرط دا دی چي په عراق کي دغه مثبت، خو ماتيدونکی بهير دوام وکړي. په دې اړه د امريکا سرقوماندان په احتياط سره خوشبيني ښکاره کوي. خو د پردې تر شا د امريکا حکومت بل تشويش لري، چي هغه د عراقي پوځيانو پر ځان باندي ډاډ دي.

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګيټس ددې ستونزي د حل لپاره د يوې لاري په لټه کي دی
د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګيټس ددې ستونزي د حل لپاره د يوې لاري په لټه کي دیانځور: AP

عراقی کارپوه کينيت پولاک Pollack چي په دې ورستيو کي عراق ته سفر کړی و هم په همدې نظر دی هغه وايي:«اوس په عراق کي ډيری لويي با کفايته امنيتي قواوي سته چي پر خپلو پښو ولاړ عمل کوي او پخپل زور او توانمندۍ باندي خبر دي. په عراق کي نوري ټولي حکومتي ادارې کمزوري دي. د منځني ختيځ په نورو هيوادونو کي دا د پوځي کودتا لپاره يوه نسخه ده.»

د منځني ختيځ په ځينو هيوادونو کي چي هر وخت يو پوځ پياوړی سوی دی کودتا يي کړې ده چي د مثال په ډول د عراق، سوريې او مصر څخه يادونه کولای سو.

د کارپوهانو په نظر دا د امريکا د حکومت لپاره ډيره غټه ستونزه ده. هغوی کم خطر غواړي چي پر ځان يي قبول کړي هغه وخت چي د عراق څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو بهير پيلوي؟ د سپتمبر په نيمايي کي به په دې اړه تصميم ونيول سي. هغه وخت به وکولای سي د وضعيت په پام کي نيولو سره د 8000 او24000 ترمنځ پوځيان له عراق څخه و ايستل سي.

امريکايان غواړي چي تر 10000 پوري نور پوځيان هم افغانستان ته وليږي تر څو د 2009 کال د دوبي په عملياتو کي تر يوه حده پوري ډيري قواوي ولري. چي دا به يو پر دريمه برخه ډير والی وي.

د کار پوهانو په دې نظر دي چي د امريکا متحده ايالات بايد په ډير احتياط سره دخپلو پوځي منابعو څخه کار واخلي ځکه د هغوی په خبره 7 کاله جنګ په افغانستان کي او 5 کاله د عراق جګړې د هغه هيواد پوځي وړتيا اخري سرحد ته رسيدلې ده.