1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عبدالله د اعتراض برسېره د رايو تفتيش پیل شو

عبدالباري حکيم / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۱۲, یکشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل چی د ولسمشرې د ټاکنو د دوهم پړاو د رائیو د شمیرنې بهیر بیرته پیل شوو، خو د ولسشمرۍ د کاندید عبدالله عبدالله تیم لا تراوسه د پلټنې د څرنگوالي په هکله اعتراض لري.

https://p.dw.com/p/1Co5l
انځور: Reuters

افغان چارواکي وايي چی د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د ټاکنو د رائیو پلټنه يې د یکشنبې په ورځ (د اگست په دریمه) د «عبدالله عبدالله د ټيم» چی په ټاکنو کی یو مخکښ کاندید دی له ملاتړ څخه پرته بیرته پیل کړه.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، نور محمد نور د يکشنبې په ورځ په کابل کي خبریالانو ته وویل: «مونږ پرون او نن انتظار وایست. خو د ورځي تر نیمايی پورې هم د ډاکتر عبدالله څارونکي راښکاره نه شول.»

نور وویل چې کمیسوین بالاخره تصمیم ونیو چې د نوموړي تیم د څارونکو له شتون څخه پرته د راسیو د بیا شمیرنې بهیر ته دوامخ ورکړي: « مونږ اسو پوسې ته پرته له نور خنډ څخه دوام ورکوو.»

له دې سره د افغانستان د سیاسی قدرت لومړی دیموکراتیک لیږد چې په لومړي کې سر ورته ډیر زیات انتظار کیده، یو ځل بیا له ستونزو سره مخامخ کيږي. په لومړي سر کې د ټاکنو د پلان له مخې د اگست په پیل کې باید نوي ولسمشر د خپل ریاست لپاره د لوړې مراسم په ځای کړي وای.

«په ټاکنو کي درغلۍ»

د ټاکنو د دوهم پړاو د رائیو د بیا شمیرنې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر، جان کیري، له مینځگړیتوب څخه وروسته تصمیم ونیول شوو. له هغې مخکې د ولسمشرۍ کاندید ، د بهرنیو چارو پخواڼي وزیر عبدالله عبدالله په ټاکنو کې د پراخې درغلی تورونه لگولي ؤ.

د دوهم پړاو په ټاکنو کي د ولسمشرۍ بل کاندید، اشرف غني احمدزی چي د نړیوال بانک پخوانی کارکونکی او د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر ؤ، تر عبدالله مخکې شوو. خو په لومړیو ټاکنو کې عبدالله له غني څخه مخکې ؤ. له کیري سره له خبرو اترو وروسته دواړو کاندیدانو ژمنه وکړه چې رائې به له سره شمیرل کیږي او د هغو نتایج به مني.

US-Außenminister John Kerry in Afghanistan mit Ashraf Ghani und Abdullah Abdullah
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images


د ټاکنو په دوهم پړاو کې څه د پاسه اته ملیون افغانانو خپلې رايې صندوقونو ته واچولې، خو عبدالله ادعا وکړه چی په ټاکنو کې درغلۍ شوي دي او د هغه د «بریالیتوب» مخه نیوله شوې ده. د هغه د تیم یو ویاند، مجیب رحیمي د فرانس پرس خبري آژانس ته د جزئیاتو له روښانه کولو څخه پرته وویل: « له ملگرو ملتو سره زمونږ خبري روانې دي.»

د رپوټونو له مخې ملگرو ملتو د رائیو د پلټنې لپاره یو طرزالعمل وړاندي کړی دی چې د کوچني اختر څخه مخکې په لومړي سر کې د غنی او عبدالله تیمونو دواړو پرې ځینی اعتراضونه درلودل. خو داسي ویل کیږي چي د غني تیم دغه طرزالعمل منلی دی او څارونکي يې وخت په وخت په پلټنه کې حضور لري. د عبدالله تیم لا تراوسه د رائیو د بیا شمیرنې پر طرزالعمل لا بشپړه موافقه نه ده کړې.