د عبدالرحيم غفورزي د ښوونځي لپاره نوې ودانۍ
۱۳۸۸ آبان ۱۹, سهشنبهد نوموړي ښوونځي د چارواکو په وينا سره لدې چې د دغې ودانۍ په جوړيدو سره به د زده کوونکو يوڅه ستونزې حل شي خو په دغه ښوونځي کې د لوست خونو د کمښت له امله د دغې ودانۍ په جوړيدو سره هم د لوست خونو د کمښت ستونزه پاتې کيږي. د ښوونځي اړوندان هيله څرګندوي چې د دوی لپاره نورې د لوست خونې هم جوړې شي تر څو د خيمو له شره خلاص شي.
د کابل په ښار کې د عبدالرحيم غفورزي د ښوونځي لپاره يوه الحاقيه ودانۍ جوړيږي . دغه ودانۍ چې د لوست اته خونې لري د جاپان دولت په مالي مرسته جوړيږي او د ودانۍ ټوليز لګښت پنځه اتيا زرو ډالرو ته رسيږي. د دغې ودانۍ د جوړولو کار د انار د ودانولو د شرکت لخوا پرمخ وړل کيږي.
د عبدالرحيم غفورزي د الحاقيه ودانۍ د جوړيدو کارونه په سلو کې پنځه نوي پرمخ تللي.
د عبدالرحيم غفورزي د ښوونځي مدير ادم خان وردګ وايي چې: دغه ودانۍ يواځې د لوست خونې لري او په هغې کې د ا داري کارکوونکو لپاره خونې په پام کې ندي نيول شوي، همدارنګه د ودانۍ د اوبو شبکه هم په پام کې نده نيول شوې. د وردګ په وينا د دغې ودانۍ په جوړيدو سره هم د زده کوونکو ستونزې نشي حل کيدای ځکه د زده کوونکو د شميرې د زياتوالي له ا مله د دوی لوستونه د ورځې په دريو ټايمونو کې تنظيم شوي او په هر ټايم کې دولس ټولګي تر خيمو لاندې درس وايي. ادم خان وردګ هيله څرګندوي چې د ښوونځي لپاره د نورو لوست خونو د جوړولو په برخه کې اړوندې ادارې پاملرنه وکړي تر څو د ښوونځي زده کوونکي له خيمو څخه وژغورل شي.
د عبدالرحيم غفورزي د ښوونځي زده کوونکي چې په ډيره شميره تر خيمو لاندې درس وايي د دغې نوې ودانۍ د جوړيدو هرکلی کوي او دوی په ښوونځي کې تر خيمولاندې درس ګټه ور نه بولي او وايي چې لاتر اوسه هم دوی د خيمو له شره ندي خلاص شوي تر څو وکولای شي په يوه سالمه فضا کې خپل لوستونه پرمخ بوځي.
د عبدالرحيم غفورزي د ښوونځي مدير وايي چې دوی له يوې بلې ستونزې سره هم مخامخ دي او هغه دا ده چې د ښوونځي ګرد چاپيره ديوال له بيرلونو څخه جوړ شوي چې کله ناکله زده کوونکي له ديوالونو څخه اوړي او دا پخپله د زده کړې په بهير ناوړه اغيزه کوي، دی هيله څرګندوي چې چارواکي دې د ښوونځي د ګرد چاپيره ديوال د جوړولو په هکله پاملرنه وکړي.
هوشيارالدين چې د عبدالرحيم غفورزي د ښوونځي يو تن ښونکی دی وايي چې : دوی د لوست خونو د کمښت له امله له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي زده کوونکي په دريو ټايمونو کې تنظيم شوي او په ښوونځي کې د تجربوي لوستونو لپاره هيڅ امکانات نلري چې داسې يوه نيمګړتيا پخپله د لوست په بهير ناوړه اغيزه کوي او کله چې زده کوونکي له ښوونځي څخه فارغيږي دوی له تجربوي لوستونو سره د نابلدتيا له امله د لوړو زده کړو په موسسو کې له ستونزو سره مخامخ کيږي.
د عبدالرحيم غفورزي په ښوونځي کې 5251 تنه زده کوونکي په لوست بوخت دي چې د لوست چارې يې د 108 تنو ښوونکو لخوا پر مخ وړل کيږي.
بری پال
کتونکی: يحيی وردک