1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عایشې د پزي او غوږونو غوڅونکی ونیول سول

۱۳۸۹ آذر ۱۲, جمعه

د هغي افغاني ښځي د پزي او غوږو پرې کونکي د پوليسو لخوا ونيول سول ،چي دا پخپله د تداوی دپاره امريکا ته استول سوې ده

https://p.dw.com/p/QOp2
انځور: picture alliance/dpa

عايشه د ارزګان ولايت د ګيزاب ولسوالۍ اوسيدونکې ده.

د سليمان خان مږور عايشه چي د17کالو ده ،د تيري روژې په مياشت کي يي دواړه غوږونه او پزه په چاړه ورڅخه پري سوي وه .

تر دغي پيښي وروسته عايشه په ارزګان کي د ميشتو امريکايي سرتيرو يوه پلي کنډک پيدا کړه او وروسته تر هغه چي يې په سيمه کي د معالجې امکانات و نه ليدل سوه امريکا ته د درملني دپاره ليږل سوې وه.

د عايشي له نوم سره هغه مهال ډير خلک اشنا سول او په کيسه يې خلګ خبر سول چي په امريکا کي يې پر غوږو او پزي جراحي عمليات تر سره سو، او ورته مصنوعي د بدن دغه پرې سوي غړي بيرته ورکړل سول .

که څه هم امريکايي ډاکټرانو عايشې ته د هغې د بدن پرې کړي غړي بيرته د ډالۍ په توګه ورکړل خو هيڅ څوک به و نسي کولای چي ددې سره د تر سره سوي بوږنونکي تريخ چلندلحظې د هغې له ذهن څخه وباسي .

تر جراحي عمليات وروسته د عايشې سره په خپل ټاټوبي کي د سوي چلند دردناکه کيسه د امريکا او نوري نړۍ د ډيريو معتبرو مطبوعاتو په توده موضوع واوښته .

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري ميرمن کلينټن چي تر جراحي عمليات وروسته يې د عايشې ليدنه کوله ،د افغان ميرمنو ژوند له کړاونو ډک وبلی او پر افغاني حکومت يې ږغ وکړ چي د داسي کرغيړن عمل تر سره کونکي ژر تر ژره د قانون منګولو ته حواله کړي .

اوس د يوه کال او څو مياشتو په تيريدو د ارزګان په جنوب کښي پوليسو ږکږلای سول چي د عايشې د غوږو او پزي پرې کونکي ونيسي .

ددغه ولايت د پوليسو قومندان جمعه ګل هم دويچي ويلي ته د ټليفون پرکرښه وويل چي دغه کار د عايشې د خسر او خاوند لخواتر سره سوی او اوس دغه دواړه نيول سوي کسان ددوی سره دي.

د همت په وينا چي پوليسو د عايشې خسر سليمان خان او د هغه زوی د ارزګان د چورې په ولسوالۍ کي نيولي او دواړه کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی .

د همت د وينا پر اساس چي پوليسو دتير يوه کال راهيسي دغه کسان تر څارني لاندي نيولي ول او بلاخره يې وکولای سول چي دواړه له تيښتي دمخه ونيسي .

عايشه چي ورسره له تر سره سوي عمل څخه سخته بيريدلې وه ،دمګړۍ په امريکا کي ژوند کوي .

د ارزګان ولايت يو شمير اوسيدونکي وايي چي کله د هغې پزه او غوږونه پرې سول، نودا د کور څخه دباندي دامريکايي ځواکونو يوي سمندري ګزمي وموندله او وروسته يې دځان سره بوتله،چي له همدې لاري اوس تر امريکا پوري ورسيده .

ميرويس جلال زي

کتونکی : محمد قاسم نوري