1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عاج په ساحل کی د سولی کمیسون عدالت پلی کوی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۰, سه‌شنبه

د عاج په ساحل کې د واک پر سر په جګړه کې د زرهاو انسانانو د وژل کیدو وروسته اوس هلته نوی ولس مشر، الحسن اوتارا، د سولې او پخلایني د کمیسیون د لارې غواړي چې د بشري حقونو څخه د سرغړونې قضیې په منصفانه توګه حل کړي

https://p.dw.com/p/11D6z
د عاج ساحل
د عاج ساحلانځور: dapd

د عاج په ساحل کی د سولی او پخلاینی نوی کمیسیون به په دغه هیواد کی عدالت پلی کړی. د دې مخکې هم په افریقا کې دا ډول کمیسیونونه جوړ شوې وو خو خپل کار یې هغه ډول پر مخ نه وو بیولې چې ژمنه یی کړې وی.

د ډیرو ستونزو د لرلو پرته هم کیدای شي چې د عاج ساحل یو وارې بیا د لویدیځې افریقا ستورې شي. د دې الفاظو سره د نوبل د سولې د جایزې ګټونکی جنوبي افریقایی، دسمونډ ټوټو، غواړي چې د عاج د ساحل وګړي وهڅوي ځکه چې په تیرو میاشتو کې د بشري حقونو د سرغړونو د قضیو د روښانولو کار دلته وګړي د یوه نه هواریدونکي ستونزې سره مخ کړي دي.

نوی ولس مشر د هر څه سره هم په خپله خبره کلک ولاړ دی. دې وايي چې ډير زر به د سولې او پخلاینې کمیسیون په کار لاس پورې کړي. د دې کمیسیون د مشر په توګه نوموړي پخوانې لومړی وزیر، چارلس کنان باني، نومولې دی.

خو دې تقررۍ د کمیسیون په کار د لاس پورې کولو مخکې لومړۍ نیوکې رامنځته کړي دي. د عاج د ساحل یوه فعالیت کونکی، سلامته پورکوی، د داسې یوه کمیسیون مشري یوه سیاست وال ته سپارل ناسم بولي. که څه هم چې په څرګند ډول دې یوې خوا پورې هم نه شي تړل کیدلې.

دا وايي: « مونږ په کمیسیون کې بې طرفه اشخاص غواړو. مدنې ټولنو د سیاسي واک پر سر په جګړه کې کمه برخه اخیستې ده او داسې یو څو مدنې ټولنې د عاج په ساحل کې شته دی. د دې سربیره دوي په همدې سیمو کې ژورې ریښې لري.»

د عاج د ساحل وګړي ویره لري چې د سولې او پخلاینې د کمیسیون څخه ډيري جنایت کاران بې د سزا خلاص شي. ځکه چې تر اوسه معلومه نه ده هغه چې په خپل جرم اقرار وکړي هغوي سره به څه کیږي. آیا دوي به وبخښل شي او که محاکمه کیږي به؟

د نړۍ والې محکمې مشر، لويي مینیرو اوکامپو، لا د مخه اعلان کړې چې غواړي په رسمي توګه پلټنې پیل کړي. همدا ډول پورکوی هم غوښتنه کوي چې دا کمیسیون د بخښنې قاعدې باید خپلې نه کړي، لکه ځينو پخوانیو افریقايي کمیسیونونو چې دا کار کړې وو.

د افریقې د لوی وچې لپاره د جنوبي افریقې د پخلاینې او سولې کمیسیون یو نمونيي کمیسیون بلل کیږي. دا کمیسیون د نویمې لسیزې په منځ کې جوړ شو چې د اپاډهاییډ یا د نسل د لحاظه د خلکو د تقسیمولو د نظام په وخت کې چې په جنوبي افرېقا کې د ۱۹۴۰ میلادي کاله تر اتیایمو کالو پورې پلي کیده، د خلکو سره تر سره شوي تیري روښانه کړي.

د دې کمیسیون حواله په بیا بیا ورکړل شوې. خو په دې کمیسیون هم تورونه ولګول شول چې د پیښو قربانیان یې د نظره غورځولي. نو د همدې امله د عاج د ساحل وګړي غوښتنه کوي چې دا کمیسیون باید قربانیانو ته هم د تاوان د ورکړې یو سسټم په نظر کې ونیسي.

د بشري حقونو الماني کارپوه، شټيفان هاینس، ته د کمیسیون د پلټنو او تحقیق په وخت یو څو نور ټکي زیات مهم دي. دی وایی: « زما په اند تر ټولو مهمه دا ده چې دا پلټنې اوس پیل شي یعني پیښو ته په لنډ وخت کې او دویمه دا چې کمیسیون مسلکي همکارانو ته اړتیا لري. د عاج د ساحل خپل خلک او هغه هم چې په نړۍ واله کچه تجربه ولري. ځکه چې د بشري حقونو د تیري د قضیو د څيړنې لپاره ښه پلټونکي، اسناد او داسې خلک په کار دي چې دې ته چمتو وي چې په رښتیا کار وکړي او دې ته یوازې د یوه اداري کار په سترګه ونه ګوري.»

خو په پای کې به د عاج د ساحل د کمیسیون د کار بریا په دې پورې اړه ولري چې کار ته یې د ولس لخوا په کومه سترګه کتل کیږي او بیا کیدای شي د عاج ساحل یوارې بیا د لویدیځې افریقا ستوري شي لکه دیسمونډ ټوټو چې هیله لري.

آژانسونه/ بریښنا صابر

کتونکی/ مسعود جهش