د طلوع تلویزیون پر کارکوونکو د برید په تړاو کسان نيول شوي
۱۳۹۴ بهمن ۲, جمعهد افغانستان د ملي امنیت ادارې په یوه خپره کړې بیانیه کې ویلي دي چې نیول شوي کسان په هغه برید کې لاس لري چې د چهارشنبې په ورځ یې د طلوع تلویزیون اووه تنه کارکوونکي ووژل.
دغه کسان د خپل دفتر په موټر کې د کار تر ختمیدو وروسته د کور په لور روان وو، چې یوه ځانمرګي برید کوونکي یې له موټر سره، له چاودیدونکي موادو ډک موتر وجنګاوه.
ملي امنیت ادارې ویلي دي چې دغه کسان د کابل په سویل ختیځ کې په یوه ولسوالي نيول شوي دي. د نیول شویو کسانو په اړه نور معلومات ورکړل شوي نه دي.
طالبانو د طلوع تلویزیون پر کارکوونکو باندي د برید پړه پر غاړه اخیستې ده. دغي ډلې ویلي دي چې نوموړی تلویزیون د امریکا پوځ او د هغه د متحدینو له پاره تبلیغات کوي.
طالبانو تر دې مخکې هم طلوع او «یک» تلویزیونونو ته ګواښ کړی وو او ویلي ول چې د دې رسنیو پر کارکوونکو باندي به بریدونه وکړي.
حقاني شبکې تر اوسه پورې پر افغان او امریکایي ځواکونو باندي د ډیرو خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده. ویل کیږي چې دغه ډله ډیر وخت خپل عملیات د افغانستان او پاکستان تر منځ له پرتو سرحدي سیمو څخه پلانوي.