1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په يوه يرغل کي ۲۲ افغان پوليس وژل سوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۲۱, دوشنبه

د سرپل ولايت چارواکي وايي چي د دوشنبې د ورځي په سهار وختي د طالبانو په يوه کمين کي ۲۲ تنه پوليس وژل سوي ۸ تنه ټپيان سوي او ۷ کسان يرغمل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1DV0w
انځور: Reuters

د سرپل والي عبدالجبار حقبين د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۱۳مه) سهار وختي د پوليسو د موټرو يو کاروان چي د نورو پوليسو ملاتړ ته روان وو، تر يرغل لاندي راغلی:

«پوليس د لغمان له سيمي څخه سفيد نومي سيمي ته پر لاره ول چي د طالبانو په يوه کمين کي راښکېل سوي دي. په دغه پيښه کي ۲۲ تنه پوليس وژل سوي، اته تنه نور ټپيان سوي او ۷ تنه يرغمل نيول سوي دي.»

هغه زياته کړې ده چي په دغه پيښه کي د پوليسو لس موټر سوځول سوي دي: «کله چي پوليس په جنگ کي ښکېل سول له خپلو بهرنيو ځواکونو څخه ئې هوايي ملاتړ غوښتی دی خو مرسته ډېره ناوخته ور رسېدلې ده.»

حقبين دغه راز وويل چي دغي جگړې څو ساعته دوام وکړ او د طالبانو هم ۲۳ جنگيالي وژل سوي دي.

د دغه کميني يرغل په اړه طالبانو تر اوسه پوري څه ويلي نه دي. خو د افغان امنيتي ځواک پر وړاندي د وسله والو طالبانو دغه شان کمينونه کله نا کله ترسره کيږي.

دا په داسي حال کي ده چي د يکشنې په ورځ د آلمان «شپيگل» مجلې د دغه هيواد د دولتي چارواکو په حواله ليکلي ول چي لومړۍ وزيره انگيلا مير کل د افغان امنيتي ځواک د وړتيا په اړه اندېښنه لري، او غواړي چي د افغان امنيتي ځواک روزنيز ماموريت تر ۲۰۱۶م کال وروسته هم وغځول سي.

د افغان امنيتي ځواک د وړتيا په اړه اوس هم په لوېديځ کي ډېري اندېښنې موجودي دي.

د پلان له مخي به ناټو ځواکونه د روان ميلادي کال تر پايه پوري په له افغانستان څخه ووځي او په ۲۰۱۵م کال کي به د ۲۰۱۶م کال ترپايه پوري د افغان امنيتي ځواک د روزلو له پاره يو بل ماموريت پيل کړي.