1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په ويب پاڼه کي د هغوی پرضد مطالب؟

۱۳۹۱ اردیبهشت ۸, جمعه

د يوه کال په جريان کي دا دریم وار دئ چي هکران «انترنیټي غله» د طالبانو ویب پاڼي ته ورننوزي او د هغوی د پاڼي محتویات وربدلوي. طالبان وايي چي دا کار د بهرنيو استخباراتي شبکو دئ.

https://p.dw.com/p/14ljG
انځور: picture-alliance/dpa

د هکرانو دغه ناپیژندل شوې ډله د پنجشنبې په ورځ دوه واري د طالبانو ویب پاڼي ته ورننوتلې ده او د هغوی د ویب پاڼي مقالې او انځورونه ئې وربدل کړي دي. هغه وخت نو د طالبانو په ویب پاڼه کي د هغوی د پروپاگندو پر ځای داسي انځورونه ایښودل شوي ول چي پکښي طالبان د یوې ښځي د وژلو او دوو نورو ښځو د وهلو په حال کي ښودل شوي ول.

د ویب پاڼي مقالې هم د پښتو، دري او انگلیسي ژبو په داسي مقالو بدلي شوي وې چي پکښي له دولت او امنیتي ځواکونو څخه ستاینه او ملاتړ شوی وو.

د پژواک خبري آژانس له خوا د طالبانو د ویب پاڼي په یوه اخیستل شوي انځور کي ښودل شوي دي چې په ویب پاڼه کي لیکل شوي دي چې «تاوتریخوالی په هر شکل چي وي یو غلط کار دئ په خاصه توگه د طالبانو له خوا بزدلانه هڅونه او د بېگناه ملکي کسانو وژنه.»

په ویب پاڼه کي همدا راز راغلي ول، چي افغان امنیتي ځواکونه د خدای او افغانانو پر وړاندي مسئولیت لري او د بهرنیو تر وتلو وروسته به په افغانستان کي سوله تأمین کړي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چي د هغوی پر ويب پاڼه د پنجشنبې په ورځ دوولس نيمي بجې برید شوی وو، چي تر درو ساعتونو وروسته بیرته فعاله شوه.

هغه زیاته کړې ده چي «دښمنانو او د بهرنیو هیوادونو استخباراتي شبکو» بیا هم د هغوی پر ویب پاڼه برید کړی وو. طالبانو د جمعې په ورځ هم د خپلي پاڼي د جوړلو هڅه کوله.

طالبانو په دې وروستیو وختونو کي د خپلي ویپاڼي له لاري له ناټو سره یو تبلیغاتي جگړه پيل کړې ده. هغوی د تویتر او نورو مشهور پاڼو له لاري د افغان ځواکونو پرضد خپل تبليغات کوي.

داسي ډیري لږ ورځي به وي چي د طالبانو ویاند دي په خپل تویتر کي د ډیرو بهرنیو ځواکونو د وژلو ادعا و نه کړي. د دوی په جواب کي ناټو هم د پخپل تویتر له لاري د طالبانو ادعاوي ردوي.

دغه راز طالبانو یو شمیر ویاندان په کار گومارلي دي چي د هغوی نظرونه رسنیو ته ورسوي. دوی ان د راډیو یوه گرځنده دستگاه لري چي هر وخت خپل ځای بدلوي، چي تر برید لاندي را نه شي.

نا پیژندل شوو هکرانو د دې میاشتي په سر کي هم د طالبانو پر ویب پاڼي برید کړی وو او د هغوی د انگلیسي برخي محتویات ئې په داسي انځورونو بدل کړي ول چي پکښي طالبان د خلکو د وژلو او د سړک د غاړي بمونو د ایښودلو په حال کي ښوول شوي ول.

تر دې وړاندي د تیر کال په جون میاشت کي هم د طالبانو پر پاڼه برید شوی وو چي په ترڅ کي ئې ددغه ويب پاڼي له لاري د ملا محمد عمر د وژل کیدو غلط راپورونه خپاره کړي ول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل