د طالبانو نوې ستراتيږي: د پاکستان د شمالي سيمې طالبي کول
۱۳۸۷ شهریور ۱۴, پنجشنبهد پاکستانی زورلارو په اړه يو پوهيدونکی وايي دا يوه ډيره مهمه اولويه موضوع ده. هره اونۍ دلته د ګوذارونو له امله 60 کسه وژل کيږي، کيدای شی چي هغه ورځ هم راورسيږي چي مونږ هم پدي کتارکی راشی. د دي ګناه چي حتي دغسي ځوانان هم وډارشي اوخپل مرګ رانژدي وويني طالبان دي. د افغانستان د ترورتاکتيک کونکو په پاکستان کي هم خپلي ځانګي هري خواته غځولي دي، چي تحريک يی طالبان بولي.
د زورلارو په اړه د مشهور کتاب ليکونکی احمد رشيد هم دا خبره تايیدوی او وايي:
پاکستاني طالبانو ترپروسږ کاله پوري زياتره د افغاني طالبانو اود القاعدي ملاتړکاوو، خواوس مونږ وينو چي دوي ځانته پروګرام لري، چي د پاکستان د شمالي سيمي طالبي کول پکي په پامکي نيول شويدي. پدي ډول د دوي لخوا ګواښونه ډير ستراو ډارونکي دي. او اوس د افغاني او پاکستاني طالبانو يوه غبرګه جبهه جوړه شويده. اوطبعا دوي له يوبل سره مرسته کوي. پاکستاني پوځ له افغانستان سره د ګډي پولي په سيمه کی د افراطيانو په ضد اقدام وکړي، نودوي په خونړي متقابل بريد لاس پوري کوي يا بمونه ږدي اويا ځان وژونکي بريدونه کوي. دا بريدونه په بي د فاع ملکيانو باندي هم کيږي او د پاکستان حکومت ته د خپلو وګړو دفاع ورځ په ورځ سختيږي.
احمد رشيد وايي: د ځانمرګيو ګوذارونوڅخه يو تاکتيک جوړشويدي. مونږ په عراق کي ليدلي شوچی هلته په ډيرو ځايونوکي په القاعدي باندي برياليتوب ترلاسه شويدي، يعني د ګوذارونو شمير کم شويدي. ترڅو چي سړي پاڅونکوباندي لاس بري ونه مومي اود هغو د لوړ کچو په وړاندي اقدام اومبارزه ونشی کولاي اوويي نه وژني اويا بل څه پري ونکړي، ځانمرګي ګوذارونه هم نه کميږي.
طالبان تراوسه لا له افغانستان سره د ګډي پولي دسيمي پديده ده. خودوي مرکز ته د رانژدي کيدو په حال کي دي. که دوي خپله مرکزته نه وي رسيدلي، د دوي ترور رسيدلي اوپه دي منځ کي يي ښارونه نيولي دي. خوسره له هغه هم ډيربهرني کتونکی اوعام خلک نشي کولاي چي د يو ښکاره پيغام سره له افراطيانوسره مقابل شي.
خود پاکستان حکومت بايده خپلو خلکو ته روښانه کړي چي دوي له طالبانوسره د دي لپاره جګړه کوي، اود امريکا د متحده ايالتونولپاره يي نکوي.
خواحمد رشيد وايي: مګر لويديز هم پدي کي يو څه ونډه اخيستلای شي. دي زياتوي چی د حل لاره په ټوله سیمه کي يوستر ديپلوماسي نوښت دي. که پاکستان ته نظر وکړو د دوي سياست تراوسه هم پدي باندي ولاړ دي چي هندوستان د دوي لپاره سترګواښ دي. په تيره بيا په افغانستان کي د هندوستانيانو حضور دوي ته د ګواښ معني لري. نو هندوستان هم بايد پدي حل لاره کي برخه ولري. همدغه ډول بايد د امريکا متحده ايالتونه له ايران سره وغږيږي، ځکه چي ايران د افغانستان په مسله کي ډيرلاس لري نو ترهغو پوري چي د اسلام اباد خلکو ته امنيت نوره هيله نه، بلکه عادي حالت وي بايد ډيراو سخت پوځي او ديپلوماسی کار ورته وشي.